ads

د پنجاب د پخواني والي قاتل ممتاز قادري اعدام شو

پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، د ممتاز قادري په نوم زنداني باندې، چې څو کاله وړاندې يې د پنجاب ايالت پخوانى والي سلمان تاثير په ډزو وژلى و، نن سهار وختي په اډياله زندان کې د اعدام حکم تطبيق شو.د پاکستان جمهور رئيس ممنون حسين د ممتاز قادري د بخښلو غوښتنه رد کړې […]

نویسنده: TKG
10 کب 1394
د پنجاب د پخواني والي قاتل ممتاز قادري اعدام شو

پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، د ممتاز قادري په نوم زنداني باندې، چې څو کاله وړاندې يې د پنجاب ايالت پخوانى والي سلمان تاثير په ډزو وژلى و، نن سهار وختي په اډياله زندان کې د اعدام حکم تطبيق شو.
د پاکستان جمهور رئيس ممنون حسين د ممتاز قادري د بخښلو غوښتنه رد کړې وه.

تر اعدام څو ساعته وړاندې نوموړي ته اجازه ورکړل شوه، چې خپلې کورنۍ ته وروستى وصيت وکړي.
د بشري حقونو ادارې وايي، په پاكستان كې له تېرو دوو کلونو راهيسې لسګونه کسان اعدام شوي، چې ډېرى يې په ترهګريزو کړنو کې مجرم پېژندل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA