ads

دتورخم سرحدې ښارګوټې دکمیسارۍ نوی قومندان وټاکل شو

د تورخم بندر كميسارۍ لپاره سمونمل محمد قسيم اعظم شينوارى پرون رسما د نوي قومندان په توګه وټاكل شو.په دې اړه د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره كليد ته راستول شوې خبرپاڼه وايي، سمونمل محمد قسيم اعظم د سرحدي قواو په وړانديز او د كورنيو چارو وزارت له منظورۍ وروسته پرون د لومړۍ سرحدي لوا […]

نویسنده: TKG
10 کب 1394
دتورخم سرحدې ښارګوټې دکمیسارۍ نوی قومندان وټاکل شو

د تورخم بندر كميسارۍ لپاره سمونمل محمد قسيم اعظم شينوارى پرون رسما د نوي قومندان په توګه وټاكل شو.
په دې اړه د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره كليد ته راستول شوې خبرپاڼه وايي، سمونمل محمد قسيم اعظم د سرحدي قواو په وړانديز او د كورنيو چارو وزارت له منظورۍ وروسته پرون د لومړۍ سرحدي لوا اداري مرستيال سمونوال ذبيح الله قاضي زاده او د سرحدي قواوو ځانګړي استازي لخوا اړوندو مسوولينو ته د تورخم د كميسار په توګه ور وپېژندل شو. د تورخم بندر كميسارۍ لپاره سمونمل محمد قسيم اعظم شينوارى پرون رسما د نوي قومندان په توګه وټاكل شو.
په دې اړه د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره كليد ته راستول شوې خبرپاڼه وايي، سمونمل محمد قسيم اعظم د سرحدي قواو په وړانديز او د كورنيو چارو وزارت له منظورۍ وروسته پرون د لومړۍ سرحدي لوا اداري مرستيال سمونوال ذبيح الله قاضي زاده او د سرحدي قواوو ځانګړي استازي لخوا اړوندو مسوولينو ته د تورخم د كميسار په توګه ور وپېژندل شو.
په خبر پاڼه کې تورخم کمیسارۍ نوي قومندان له قوله ویل شوي چې ورسپارل شوې، چارې به د قانون په رڼا کې مخته وړي او له فساد سره به کلکه مبارزه وکړي.
په تورخم کې د کمیسارۍ لپاره نوی قومندان په داسې حال کې ټاکل کیږي، چې دغلته خلك په شكايت وايي، د ادارو د مسوولینو په ټاکلو کې د حکومت ډیری لوړ پوړي چارواکي لاس لري  چې تورخم يې د فساد لویه منبع  ګرځولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA