د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، د ښې حکومتدارۍ او ولس ته د ښو خدمتونو برابرولو لپاره به ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبيق کړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ولايت مقام کار کوونکو او اړونده رئيسانو سره د مياشتنۍ غونډې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، والي حيات الله حيات په دې غونډه کې د کار کوونکو ستونزې واوريدې او ټينګار يې وکړ، چې د خپلې دندې په مهال به د دولتي کار کوونکو او ولس دواړو له حقونو دفاع کوي. د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، د ښې حکومتدارۍ او ولس ته د ښو خدمتونو برابرولو لپاره به ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبيق کړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ولايت مقام کار کوونکو او اړونده رئيسانو سره د مياشتنۍ غونډې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، والي حيات الله حيات په دې غونډه کې د کار کوونکو ستونزې واوريدې او ټينګار يې وکړ، چې د خپلې دندې په مهال به د دولتي کار کوونکو او ولس دواړو له حقونو دفاع کوي.
هغه وويل، چې دولتي کار کوونکي بايد خپلې اړونده چارې په سمه توګه ترسره کړي، ترڅو ولس ته ښه خدمتونه برابر شي او زياته يې کړه، چې د ښو کارونو ترسره کوونکي دولتي اشخاص به وستايل شي.
په ياده غونډه کې والي د ولايت مقام د يوه خدماتي کار کوونکي هڅې او کارونه په يو ستاينليک او نغدي مکافاتو سره وستايل.


