ads

جمهور رئيس د كابل د وروستي بريد د ټپيانو پوښتنه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره شپه په کابل ښار کې د وړمې ورځې ځانمرګي بريد د ټپيانو د روغتيايي حالت د پوښتنې په هدف د شهيد سردار محمد داود خان روغتون ته ورغى.د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ټپيانو د حالت د پوښتنې په مهال […]

نویسنده: TKG
10 کب 1394
جمهور رئيس د كابل د وروستي بريد د ټپيانو پوښتنه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره شپه په کابل ښار کې د وړمې ورځې ځانمرګي بريد د ټپيانو د روغتيايي حالت د پوښتنې په هدف د شهيد سردار محمد داود خان روغتون ته ورغى.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ټپيانو د حالت د پوښتنې په مهال جمهور رئيس ته معالجو ډاکټرانو د ټپيانو د روغتيايي وضعيت او د هغوى د درملنې د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل.

د سرچينې په وينا، جمهور رئيس غني د ياد روغتون له مسوولينو وغوښتل، چې د ټپيانو د مراقبت او درملنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

وړمه ورځ د ملي دفاع وزارت مخې ته د ځانمرګي بريد له كبله ۱۵ تنه ووژل شول او ۳۱ نور ټپيان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA