د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پرون يې په دوو بېلابېلو عملياتو کې اته تنه شکمن کسان نيولي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، پرون یوتن چې فضل رحیم نومیږي امنیتي ځواکونو له یوې تفنګچي سره یوځای نیولی، چې د دوه ولسي وګړو په وژلو تورن و. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پرون يې په دوو بېلابېلو عملياتو کې اته تنه شکمن کسان نيولي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، پرون یوتن چې فضل رحیم نومیږي امنیتي ځواکونو له یوې تفنګچي سره یوځای نیولی، چې د دوه ولسي وګړو په وژلو تورن و.
خبر پاڼه دغه راز وایي، د جلال اباد ښار څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې يې نور ۷ تنه د شكمنو كړنو په تور نیولي دي چې اوس مهال په امنیه قومندانۍ کې تر عدلي تعقیب لاندې دي.
سرچینه دغه راز وایي، ګډو امنيتي ځواکونو په جلال اباد ښار کې د پلټنې پرمهال د يو شمېر موټرو تورې ښيښې هم سپينې کړي او له قانون څخه سرغړونکي موټر چلوونکي يې نغدي جريمه کړي دي.
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار او ولسوالیو له امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی دی.


