ads

نوی تشکیل به څه وکولی شي؟

د سولې عالي شورا نوی تشکیل اعلان شو خو پوښتنه دا ده چې په دې کار سره یوازې د څوکیو د وېش پر بنیاد د یوه تشکیل د ډکولو هڅه شوې او که د کار لپاره کاري پلان او موثریت يې هم په نظر کې نیول شوی دی؟له زیاتې مودې راهیسې د سولې عالي شورا […]

نویسنده: TKG
9 کب 1394
نوی تشکیل به څه وکولی شي؟

د سولې عالي شورا نوی تشکیل اعلان شو خو پوښتنه دا ده چې په دې کار سره یوازې د څوکیو د وېش پر بنیاد د یوه تشکیل د ډکولو هڅه شوې او که د کار لپاره کاري پلان او موثریت يې هم په نظر کې نیول شوی دی؟
له زیاتې مودې راهیسې د سولې عالي شورا د پخواني تشکیل امتیازات بند شوي وو او مرسته کوونکو هیوادونو پر دغې شورا خپلې مرستې بندې کړې وې. پر شورا د مرستو بندول په عامه کچه داسې انګېرنه رامنځته کړې وه چې د سولې عالي شورا به نوره له منځه ځي، ځکه دا څو کلونه دغې شورا د سولې په برخه کې داسې کوم کار ترسره نه کړ، چې سوله ورسره یقیني شي. د سولې عالي شورا نوی تشکیل اعلان شو خو پوښتنه دا ده چې په دې کار سره یوازې د څوکیو د وېش پر بنیاد د یوه تشکیل د ډکولو هڅه شوې او که د کار لپاره کاري پلان او موثریت يې هم په نظر کې نیول شوی دی؟
له زیاتې مودې راهیسې د سولې عالي شورا د پخواني تشکیل امتیازات بند شوي وو او مرسته کوونکو هیوادونو پر دغې شورا خپلې مرستې بندې کړې وې. پر شورا د مرستو بندول په عامه کچه داسې انګېرنه رامنځته کړې وه چې د سولې عالي شورا به نوره له منځه ځي، ځکه دا څو کلونه دغې شورا د سولې په برخه کې داسې کوم کار ترسره نه کړ، چې سوله ورسره یقیني شي.
ګڼ شمېر شنونکو او خلکو د یادې شورا له جوړېدو سره دا انتقادونه کول چې متوازنه نه ده او داسې متنازع اشخاص په کې ځای په ځای شوي چې له هغوی نه د سولې په برخه کې د رښتينې هڅې تمه نه شي کېدای.
د سولې عالي شورا نوی تشکیل په داسې حال کې اعلانیږي چې تمه ده د څلور اړخیزې غونډې د هڅو پر بنسټ د دولت او مخالفانو ترمنځ يې مخامخ خبرې پیل شي. دا خبرې ډېرې مهمې دي خو پوښتنه داده چې آیا دولت پخپله داپروسه مخ ته وړي او که د سولې عالي شورا هم په کې نقش لوبوي؟
دا پوښتنه ځکه مطرح کېږي چې له طالبانو سره د لومړي ځل ځل له مخامخ خبرو راوروسته د سولې د عالي شورا پخوانيو غړو هیڅ کوم څرګند رول په دې خبرو کې نه درلوده.
د سولې عالي شورا د نوي تشکیل موضوع له ډېرې مودې راهيسې کېدله خو یو شمېر شنونکو او خلکو دا باور څرګنداوه چې دننه په دولت کې د څوکیو د ویش له کبله ښايي دا تشکيل ژر اعلان نه شي. ځکه په دولت کې ښکېل ټول اړخونه او مشران د کار له پیله د څوکیو د ویش په سر پخپلو کې جوړ نه دي راغلي او ډېری تشکیلات او ټاکنې اوس هم د همدې ستونزې له کبله پاتې دي.
افغان حکومت د سولې عالي شورا لپاره د رییس په ګډون شپږ مرستیالان او د دارالانشاء پر مشر سربېره د هغه لپاره دوه مرستیالان وټاکل.
پير سيد احمد ګيلاني د رئیس، محمد کريم خليلي، مېرمن حبيبه سرابي، عطاء الله سليم، مولوي خبير، حاجي دين محمد او مولوي خدام د هغه د مرستیالانو، محمد ايوب رفيقي د يادې شورا د دارالانشاء د رئيس او فاروق بشر او فرهاد الله فرهاد يې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
تر ډېره په عامه کچه دا خبره کېږي که چېرته دا ځل دا ګومارنې د څوکیو د ویش پر بنسټ شوې وي، نو د سولې په پروسه کې ونډه به يې ډېره کمرنګه وي. منتقدین په دې نظر دي چې د جوړجاړي او د څوکیو د وېش پر بنسټ د یو تشکیل جوړول خامخا ځينې ستونزې له ځانه سره لري. د دوی په نظر ښايي دروني اختلافات د دې سبب شي چې یاده شورا د سولې په پروسه کې جدي هڅې ونه شي کړای.
خبره که هر ډول وي، نن سبا افغانستان د اور په لمبو کې سوځي، خلک يې د بیکارۍ او خوار ژوند له کبله بهرنیو ملکونو ته په تېښته دي او هره ورځ اورو چې لس دولسه کسه افغانان او یا یوه بسته افغانه کورنۍ په اوبو کې غرقېږي. دغو ناخوالو ته په پام په کار ده چې په رښتني توګه د سولې په برخه کې جدي ګامونه واخستل شي او له کوم موقعیت نه چې د سولې د خبرو لپاره په نړیواله کچه رامنځته شوې، پوره ګټه واخستل شي. پرته له دې که دا بهیر هم له ستونزو سره مخ شي بیا نو په اسانۍ د سولې لپاره تمه کول، یو خوب او خيال به وي او بس.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA