ads

ملي امنيت، هلمند كې د سړي تښتوونكو څلور كسيزه ډله نيولې

د ملي امنيت عمومي رياست په هلمند ولايت کې د څلور کسيزې سړي تښتوونکې ډلې د نيولو خبر وركوي.د دې رياست له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي، موظفينو يې د يو لړ عملياتو په مهال څلور كسيزه ډله، چې د هلمند د مركز لښكرګاه ښار له بېلابېلو سيمو يې يو دوه […]

نویسنده: TKG
9 کب 1394
ملي امنيت، هلمند كې د سړي تښتوونكو څلور كسيزه ډله نيولې

د ملي امنيت عمومي رياست په هلمند ولايت کې د څلور کسيزې سړي تښتوونکې ډلې د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي، موظفينو يې د يو لړ عملياتو په مهال څلور كسيزه ډله، چې د هلمند د مركز لښكرګاه ښار له بېلابېلو سيمو يې يو دوه كلن ماشوم او يو ۱۶ كلن نوى ځوان تښتولي وو او د خوشې كولو په بدل كې يې د دوى له كورنيو نه په زياته اندازه پيسې غوښتلې، ونيوله. د ملي امنيت عمومي رياست په هلمند ولايت کې د څلور کسيزې سړي تښتوونکې ډلې د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي، موظفينو يې د يو لړ عملياتو په مهال څلور كسيزه ډله، چې د هلمند د مركز لښكرګاه ښار له بېلابېلو سيمو يې يو دوه كلن ماشوم او يو ۱۶ كلن نوى ځوان تښتولي وو او د خوشې كولو په بدل كې يې د دوى له كورنيو نه په زياته اندازه پيسې غوښتلې، ونيوله.
سرچينې د نيول شويو كسانو نومونه عبدالرزاق، محمد نادر، حمدالله او خان ولي ياد كړي دي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف كړى دى.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد كې د ناامنيو تر څنګ د انسان تښتونې پېښو هم زور اخيستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA