د پوهنې وزارت مسوولین وایي چې ډېر ژر به د ښوونځيو د نجونو زده كوونكو د تورو جامو يا يونيفورم رنګ بدل شي او په دې اړه به جوړه شوې لایحه ډېر ژر جمهوري رياست ته واستوي.
د دې وزارت د مطبوعاتو برخې مسوول کبیر حقمل له کلید سره په خبرو کې دې ټکي ته په اشارې سره وویل، د پوهنې وزارت مسوولین د نجونو زده کوونکو د تور لباس یا یونيفورم د بدلون په اړه غږېدلي چې ډېرو یې د تور لباس د بدلون غوښتنه کړې وه او د هغوی له خوښې سره سم د پوهنې وزارت دا تصمیم نیولی دی. د پوهنې وزارت مسوولین وایي چې ډېر ژر به د ښوونځيو د نجونو زده كوونكو د تورو جامو يا يونيفورم رنګ بدل شي او په دې اړه به جوړه شوې لایحه ډېر ژر جمهوري رياست ته واستوي.
د دې وزارت د مطبوعاتو برخې مسوول کبیر حقمل له کلید سره په خبرو کې دې ټکي ته په اشارې سره وویل، د پوهنې وزارت مسوولین د نجونو زده کوونکو د تور لباس یا یونيفورم د بدلون په اړه غږېدلي چې ډېرو یې د تور لباس د بدلون غوښتنه کړې وه او د هغوی له خوښې سره سم د پوهنې وزارت دا تصمیم نیولی دی.
حقمل زیاته کړه: “په دې لایحه کې د زده کوونکو او ښوونکو د جامو رنګ په پام کې نیول شوی، خو تر هغې پورې چې دا لایحه د کابینې له لوري ونه منل شي، موږ نشو کولای نور جزیات له رسنیو سره شریک کړو.”
د پوهنې وزارت له دې اقدام سره سم ځینې نجونې زده کوونکې هم خوښې دي او وایي چې تور رنګ ګرمي جذبوي او په ځانګړي ډول په اوړي کې دوی ته روغتیايي ستونزې پيدا کوي.
په کابل کې ښار کې د نسوان وحدت ښوونځي یوه زده کوونکې فروغ هیله وايي چې ډېر ژر دې د پوهنې وزارت د نجونو زده كوونكو د یونیفورم تور رنګ بدل کړي.
د نسوان سردار کابلي ښوونځي د یوې زده کوونکې پریسا په وينا، تور رنګ هم ګرد نیسي او هم له فکري او رواني پلوه زده کوونکي ځپي، نو ښه ده چې بدل شي.
پریسا وایي: “دا چې د ښوونځيو د نجونو زده كوونكو د جامو رنګ بدل شي دا به یوه ښه ګام وي، ځکه تور رنګ ډېر ستړى کوونکی دی.”
خو تور رنګ زموږ په ټولنه کې یو شمېر کسان سنګین او دروند رنګ بولي چې مېرمنې یې ډېر کاروي.
د نسوان سردار کابلي ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې نګینه بیا وایي، که چېرې د یونیفورم دغه رنګ بدل شي، کورنۍ به یې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د هغې په خبره، د اوس لپاره همدا تور رنګ ډېر ښه دی.
نګینه زیاتوي: “زه نه غواړم چې زموږ د يونيفورم رنګ دې بدل شي، موږ نشو کولای د کابل په لارو او کوڅو کې روښانه رنګونه واغوندو، ځکه ځینې هلكان بیا زده کوونکې ځوروي چې هغه د زغم وړ نه دی.”
په ورته وخت کې بیا په کابل ښار کې سوداګر او دوكانداران وایي، که چېرې حکومت ژر د نجونو زده كوونكو د یونیفورم رنګ مشخص نکړي، دوی به له لوی سر خوږي سره مخ شي.
ناصر چې د کابل په منډوي سیمه کې د نجونو زده كوونكو جامې پلوري زياتوي، تېر کال هم د يونیفورم د رنګ بدلېدو اوازې شوې چې دى او نور پلورونکي ډېر زیانمن شول.
بلخوا ۴۵ کلن علي رضا چې په همدې سیمه کې د نجونو د ښوونځیو لپاره د یونیفورم د تولید په برخه کې کار کوي وایي: “ما له خپلو دوه تنه کار کوونکو سره په ګډه شاوخوا ۳۰۰۰ جوړه د نجونو زده كوونكو جامې تولید کړې دي او اوس مو هم کار روان دی، زه اندېښنه لرم چې که چېرې د نجونو د یونیفورم رنګ بدل شي، موږ به په دې جامو څه کوو.”
په ورته وخت کې په کابل ښار کې یو شمېر کورنۍ هم په دې اړه اندېښنه لري او وایي، په افغانستان کې خلک په یوې لمړۍ ډوډۍ پسې حیران پاتې دي، نو له همدې کبله ډېر سخته ده چې هر کال خپلو لوڼو ته جامې نوې کړي.
معصومه هغه مېرمن ده چې په یوه کرایي کور کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي، د هغې خاوند له یو کال راهیسې بې کاره دی، خو دا په خپله د سهار له شپږو د ماښام تر څلورو بجو پورې په یوه شخصي موسسه کې د اته زره افغانۍ معاش په بدل کې کار کوي.
د کابل ښار دغه اوسېدونکې د شپږو اولادونو مور ده چې دوه یې لوڼې دي.
د معصومې په خبره، خپلو دوه لوڼو ته يې د ښوونځي تور رنګه جامې تیارې کړي او شاوخوا دوه زره افغانۍ يې پرې مصرف کړې دي: “ځکه چې بیا په نوروز کې پیسې نه وي چې ورته جامې برابرې کړم.”
نوموړې وایي، که چېرې د نجونو زده كوونكو د يونیفورم رنګ بدل شي، دا به ونشي کولای چې خپلو لوڼو ته نورې جامې برابرې کړي.
د کابل ښار په کارته سه سیمه کې یو۶۰ کلن پلار محمد اسحاق هم له همدې ستونزې سر ټکوي.
د هغه په وينا، څلور لوڼې لري او دی نشي کولای خپلو لوڼو ته هر کال د ښوونځي جامې برابرې کړي.
دی چې په ياده سیمه کې يې د پلور لپاره پر یوه کوچنۍ کراچۍ کتابونه ايښي زیاتوي، د ورځې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ عاید لري او د ۷ کسیزې کورنۍ مسوولیت هم ورغاړې دی.
محمد اسحاق وايي: “زه مې لوڼو ته هر کال د ښوونځي لپاره نوې جامې نه اخلم، هغوی یوه جوړه جامې دوه یا درې کاله اغوندي، اوس اوازې دي چې د زده کوونکو د جامو رنګ بدلېږي، زه حیران پاتې یم څه وکړم، یا به قرضداره کېږم یا به مې لوڼې ښوونځیو ته له تلو منع کوم.”
خو د اروا پوهانو په وینا، رنګ د انسان پر روح او روان ډېر ژر اغېز کولای شي او تور رنګ د هغو کسانو لپاره هم ښه رنګ نه بلل کېږي چې زده کړې کوي، ځکه دا رنګ پر خلکو فضا راتنګوي او فکري ودې ته یې زیان رسوي.


