ads

د كابل پروني ځانمرګي بريد مړي ۱۵ او ټپيان ۳۱ ته ورسېدل

د ملي دفاع وزارت په لومړۍ دروازه كې د ځانمرګي بريد له كبله د تلفاتو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد.دغه بريد د شنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د ملي دفاع وزارت په لومړي قراول وشو.د كابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي تېره ورځ د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل، […]

نویسنده: TKG
9 کب 1394
د كابل پروني ځانمرګي بريد مړي ۱۵ او ټپيان ۳۱ ته ورسېدل

د ملي دفاع وزارت په لومړۍ دروازه كې د ځانمرګي بريد له كبله د تلفاتو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد.
دغه بريد د شنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د ملي دفاع وزارت په لومړي قراول وشو.
د كابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي تېره ورځ د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې په دې بريد كې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي، خو تېره شپه د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغه ځانمرګي بريد له كبله ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي. د ملي دفاع وزارت په لومړۍ دروازه كې د ځانمرګي بريد له كبله د تلفاتو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد.
دغه بريد د شنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د ملي دفاع وزارت په لومړي قراول وشو.
د كابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي تېره ورځ د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې په دې بريد كې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي، خو تېره شپه د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغه ځانمرګي بريد له كبله ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې د ملي دفاع وزارت درې تنه افسران، درې تنه بريدملان، درې تنه خدماتي كار كوونكي، يو ملكي مامور او يو ملكي انجنير او څلور تنه ملكي وګړي وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، همدارنګه په دې بريد كې د ملي دفاع وزارت د يوې ښځې په ګډون نهه تنه افسران، درې تنه بريدملان، درې سرتېري او د پنځو ښځو په ګډون يوولس ملكي كار كوونكي او پنځه ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.
د يادونې وړ ده، چې پرون سهار د كونړ ولايت په مركز اسعد اباد ښار كې ځانمرګي بريد ۱۳ تنه وژلي او ۴۰ يې ټپيان كړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA