ads

د سنګين امنيه قومندان له ۳۰ پوليسو سره په غدر او طالبانو سره په همكارۍ نيول شوى

افغان ځواكونو د ګډو عملياتو په پايله كې د هلمند په سنګين كې د پوليسو يوه ۳۰ كسيزه ډله له طالبانو سره د همكارۍ په تور نيولې ده.د هلمند امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ وايي، په نيول شويو كسانو كې د دغو ۳۰ پوليسو په ډله كې د سنګين سرپرست قومندان هم شامل دى: (( دا […]

نویسنده: TKG
9 کب 1394
د سنګين امنيه قومندان له ۳۰ پوليسو سره په غدر او طالبانو سره په همكارۍ نيول شوى

افغان ځواكونو د ګډو عملياتو په پايله كې د هلمند په سنګين كې د پوليسو يوه ۳۰ كسيزه ډله له طالبانو سره د همكارۍ په تور نيولې ده.
د هلمند امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ وايي، په نيول شويو كسانو كې د دغو ۳۰ پوليسو په ډله كې د سنګين سرپرست قومندان هم شامل دى: (( دا قومندان محمد نبي نومېږي، د ګډو عملياتو په نتيجه كې دا خلك نيول شوي چې دمګړۍ د ۲۱۵ ميوند قول اردو په ولكه كې دي او پوښتنې ګروېږنې به تېرې كېږي، تر څو معلومه شي چې د مهماتو د وركړې تر څنګ يې نور څه ډول پلانونه جوړ كړي وو؟)) افغان ځواكونو د ګډو عملياتو په پايله كې د هلمند په سنګين كې د پوليسو يوه ۳۰ كسيزه ډله له طالبانو سره د همكارۍ په تور نيولې ده.
د هلمند امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ وايي، په نيول شويو كسانو كې د دغو ۳۰ پوليسو په ډله كې د سنګين سرپرست قومندان هم شامل دى: (( دا قومندان محمد نبي نومېږي، د ګډو عملياتو په نتيجه كې دا خلك نيول شوي چې دمګړۍ د ۲۱۵ ميوند قول اردو په ولكه كې دي او پوښتنې ګروېږنې به تېرې كېږي، تر څو معلومه شي چې د مهماتو د وركړې تر څنګ يې نور څه ډول پلانونه جوړ كړي وو؟))
سرجنګ زياته كړه، د نيول شويو پوليسو پر ځاى يې نور سرتېري سنګين ولسوالۍ ته استولي او له دې سره سره يې د سنګين په بازار سيمه كې چټك عمليات هم روان كړي دي: (( زموږ نوي عمليات هلته پيل شوي، سنګين ته غځېدلې لار هم د ملي اردو د ۲مې لوا په مرسته خلاصه شوې ده.))
سرجنګ زياتوي، د سنګين ولسوالۍ لپاره يې د نويو عملياتو پلان تيار كړى دى چې ډېر ژر به يې په عملي كېدو سره د دې ولسوالۍ ټولې سيمې له طالبانو پاكې شي.
دا په داسې حال كې ده چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې سنګين ولسوالي تر محاصرې لاندې وه او روان كال د همدې ولسوالۍ په جګړه كې د ملي اردو ۶۵ سرتېري له خپلو مهماتو سره طالبانو ته تسليم شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA