د ايران په پارلماني انتخاباتو كې د جمهور رئيس حسن روحاني پلويان يا اصلاح غوښتونكي تر اوسه له نورو ډلې مخكښ دي.
د ايران د ټاكنو د ادارې لخوا خپاره كړي نتايج ښيي چې د جمهور رئيس حسن روحاني او پخواني جمهور رئيس هاشمي رفسنجاني پلويان تر نورو ډلو مخكې روان دي.
د دغو لومړنيو اعلان شويو پايلو له مخې اصلاح غوښتونكو د پارلمان له ۳۰ چوكيو ۲۹ ګټلې دي. د ايران په پارلماني انتخاباتو كې د جمهور رئيس حسن روحاني پلويان يا اصلاح غوښتونكي تر اوسه له نورو ډلې مخكښ دي.
د ايران د ټاكنو د ادارې لخوا خپاره كړي نتايج ښيي چې د جمهور رئيس حسن روحاني او پخواني جمهور رئيس هاشمي رفسنجاني پلويان تر نورو ډلو مخكې روان دي.
د دغو لومړنيو اعلان شويو پايلو له مخې اصلاح غوښتونكو د پارلمان له ۳۰ چوكيو ۲۹ ګټلې دي.
د ايران د پارلمان ۲۹۰ چوكيو او د مجلس خبرګان د ۸۸ چوكيو لپاره د جمعې په ورځ شاوخوا ۳۳ ميليونه وګړو رايې وركړې.


