ads

خلك: امنيتي ځواكونو د كابل- پروان لويه لار له هر ډول ګواښ پاكه كړې

د پروان اوسیدونکي وايي د تېرو کلونو او میاشتو په پرتله د پروان – کابل په لویه لار باندې امنیتي وضعیت خورا ښه شوی دی او په دې اړه د امنیتي ځواکونو هڅې ستايي. د پروان د یو  شمېر اوسیدونکو په وینا په تېرو وختونو کې د پروان  ـ کابل پر لویه  لار د غیر […]

نویسنده: TKG
9 کب 1394
خلك: امنيتي ځواكونو د كابل- پروان لويه لار له هر ډول ګواښ پاكه كړې

د پروان اوسیدونکي وايي د تېرو کلونو او میاشتو په پرتله د پروان – کابل په لویه لار باندې امنیتي وضعیت خورا ښه شوی دی او په دې اړه د امنیتي ځواکونو هڅې ستايي.
د پروان د یو  شمېر اوسیدونکو په وینا په تېرو وختونو کې د پروان  ـ کابل پر لویه  لار د غیر مسووله وسله الو له خوا د تیلو په ټانکرونو څو څو ځله راکټي  او د مقناطیسي ماینونو بریدونه شوي چې له امله یې د پروان ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ ګن شمېر مالي زیانونه اوښتل، خو اوسمهال پر دغه لويه لار د امنیتي ځواکونو په هڅو امنیتي وضعیت ښه شوی دی. د پروان اوسیدونکي وايي د تېرو کلونو او میاشتو په پرتله د پروان – کابل په لویه لار باندې امنیتي وضعیت خورا ښه شوی دی او په دې اړه د امنیتي ځواکونو هڅې ستايي.
د پروان د یو  شمېر اوسیدونکو په وینا په تېرو وختونو کې د پروان  ـ کابل پر لویه  لار د غیر مسووله وسله الو له خوا د تیلو په ټانکرونو څو څو ځله راکټي  او د مقناطیسي ماینونو بریدونه شوي چې له امله یې د پروان ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ ګن شمېر مالي زیانونه اوښتل، خو اوسمهال پر دغه لويه لار د امنیتي ځواکونو په هڅو امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
دوى وايي، په روان کال کې د داسې کومې پېښې شاهدان نه ووچې په کې د پروان اوسیدونکو ته مالي یا ځانې زیان اوښتی وي.
ځايي اوسېدونكى خان شيرين همدا خبره كوي: (( موږ خوشاله يوو چې لاره ښه شوې ده، مخكې به ټانكرونو انفجار كاوه، جنګل باغ او كابل په مسير به ډېره ګډوډي وه، سږ كال امنيتي ځواكونو د دې كارونو مخه نيولې ده، ډېر خوشاله دي د پروان خلك، ځكه مخكې به هر چاسره وېره وه.))
بل خوا د پروان امنیتي چارواکي وايي د یادې ستونزې د مخنیوي په اړه اوسمهال د سیمې اوسیدونکي له دوی سره مرسته کوي او د هرې نا امنۍ پر وړاندې خپل معلومات له امنیتي ځواکونه سره شریکوي نو ځکه د دوی په سیمو کې غیرمسوول وسله وال هیڅ فعالیت نه شي کولای.
په دې اړه د پروان  – کابل د لویې لارې  مسول قوماندان ایاز وايي : (( مخكې چې كومه بې بندوباري وه په لويه لار اوس ډېر امنيت دى، دا د خلكو همكاري ده، موږ خدمت كوو، خلك دې تر دې زيات موږ سره همكاري وكړي، هر وخت چې غير قانوني كړنه ويني، زموږ شمېرې ورسره شته، زنګ دې راته ووهي، موږ خپله ځان ور رسوو.))
د یادونې وړ ده چې له څو کلونو راهیسې لوی بار وړنکي موټر او د تیلو ټانکرونه د هېواد له شمال څخه کابل او د بګرام هوايي ډګر ته د پروان په لویه لاره تګ او راتګ کوي چې په تېرو کلونو کې د جبل السراج او د بګرام  تر هوايي  ډګره پورې په غځیدلي سړک  د غیرمسولو وسله والو له سختو بریدونو سره مخ وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA