د ننګرهار د سولې ولايتي كمېټې مسوولين وايي، د وسله والو طالبانو ترڅنګ به ډېر ژر یو شمېر داعش وسله وال هم د سولې بهیر سره یو ځای شي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوې، چې د ننګرهار د سولې ولایتي کمیټې مشر ملک نظیر دننګرهار له والي سره په لیدنه کې وویل، تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره د دوو قوماندانو په ګډون لس داعش وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای شول او ډېر ژر به د دغې مخالفې ډلې ګڼ نورغړي هم د سولې له بهیر سره یو ځای شي . د ننګرهار د سولې ولايتي كمېټې مسوولين وايي، د وسله والو طالبانو ترڅنګ به ډېر ژر یو شمېر داعش وسله وال هم د سولې بهیر سره یو ځای شي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوې، چې د ننګرهار د سولې ولایتي کمیټې مشر ملک نظیر دننګرهار له والي سره په لیدنه کې وویل، تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره د دوو قوماندانو په ګډون لس داعش وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای شول او ډېر ژر به د دغې مخالفې ډلې ګڼ نورغړي هم د سولې له بهیر سره یو ځای شي .
په خبر پاڼه کې د والي سلیم کندوزي له قوله ویل شوي، چې د سولې له بهیر سره د یو ځای شويو کسانو د ژوند خونديتوب لپاره به پوره هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له وسله والو مخالفينو سره د افغان حکومت د سولې خبرو د پیلیدو لپاره څو ځله څلور اړخیزې ناستې ترسره شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې داعش وسله وال له سولې پروسې سره یو ځای کیږي.
شنونکي وایي، د حکومت د نه پاملرنې له امله یو شمیر هغه کسان چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوي وي، بېرته د وسله والو لیکو ته ورغلي دي.


