د باميانو امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په شيبر ولسوالۍ كې يې د وسلو او چاودېدونكو توكو يو ډيپو كشف او نيولى دى.
د باميان ملي امنيت رئيس حيات الله روستازاده په دې اړه كليد ته وويل، په شكاري دره كې كشف شوي دغه ډيپو كې ۳۳ پرسونل ضد ماينونه، ۷ كړۍ د وسايطو ضد ماينونه، ۲۵ واړه توغندي، دوه صندوقه د پيكا مرمۍ او دوه تفنچكې خوندي ساتل شوې وې. د باميانو امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په شيبر ولسوالۍ كې يې د وسلو او چاودېدونكو توكو يو ډيپو كشف او نيولى دى.
د باميان ملي امنيت رئيس حيات الله روستازاده په دې اړه كليد ته وويل، په شكاري دره كې كشف شوي دغه ډيپو كې ۳۳ پرسونل ضد ماينونه، ۷ كړۍ د وسايطو ضد ماينونه، ۲۵ واړه توغندي، دوه صندوقه د پيكا مرمۍ او دوه تفنچكې خوندي ساتل شوې وې.
د باميانو والي محمد طاهر ظهير بيا په دې اړه كليد ته وويل، په كشف شوي ډيپو كې ځينې مهمات د پخواني شوروي اتحاد ساخت دي، خو د ځينو چاوديدونكو مهماتو ساخت و ساز ښيي چې په ايران كې جوړ شوي دي.
دا په داسې حال كې ده چې باميان په هېواد كې يوازنى امن ترين ولايت ګڼل كېږي او د طالبانو په شمول د دولت هېڅ ډول وسله وال مخالفين په كې فعاليت نه لري.


