ads

امريكا ننګرهار هوايي ډګر ته ۴ جنګي الوتكې وسپارلې

ننګرهار کې  افغان هوايي ځواکونو ته  د امریکا له لخوا څلور جنګي الوتکې ورکړل شوې.چارواکي وايي په دغو مرسته شويو الوتكو کې دوه (سوپر ټكانو- اى ۲۹) جنګي جيټ او دوه نورې  (ايم ډي ۵۳۰) هليكوپټرې وركړل شوې دي. د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک قومندان برید جنرال سید سلیمان شاه د ننګرهار په […]

نویسنده: TKG
9 کب 1394
امريكا ننګرهار هوايي ډګر ته ۴ جنګي الوتكې وسپارلې

ننګرهار کې  افغان هوايي ځواکونو ته  د امریکا له لخوا څلور جنګي الوتکې ورکړل شوې.
چارواکي وايي په دغو مرسته شويو الوتكو کې دوه (سوپر ټكانو- اى ۲۹) جنګي جيټ او دوه نورې  (ايم ډي ۵۳۰) هليكوپټرې وركړل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک قومندان برید جنرال سید سلیمان شاه د ننګرهار په هوایي میدان کې خبریالانو ته وویل، په دغو الوتکو کې دوه یې جیټ الوتکو ته ورته دي، چې له ځانه سره درنه وسله هم انتقالولی شي. ننګرهار کې  افغان هوايي ځواکونو ته  د امریکا له لخوا څلور جنګي الوتکې ورکړل شوې.
چارواکي وايي په دغو مرسته شويو الوتكو کې دوه (سوپر ټكانو- اى ۲۹) جنګي جيټ او دوه نورې  (ايم ډي ۵۳۰) هليكوپټرې وركړل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک قومندان برید جنرال سید سلیمان شاه د ننګرهار په هوایي میدان کې خبریالانو ته وویل، په دغو الوتکو کې دوه یې جیټ الوتکو ته ورته دي، چې له ځانه سره درنه وسله هم انتقالولی شي.
نوموړی وایي، ورسپارل شوې الوتکې د لیزر په مټ هدف پیژنې او هوایي بمبار کولای شي: (( ۴ نوعه سلاح اخلي، ۲۵۰ كېلو ګرامه بمونه اخلي، په لايزر باندې مجهزې دي، رهبري شوي او غير رهبري شوي راكټونه هم اخلي، ۳۶ زره فوټه الوځي، په دې خاطر چې سرعت يې كم دى نو هدف ډېر دقيق او په سريع ډول له منځه وړي، دوه پيلوټان اخلي، چې د يو بل مرسته وكړي، دوه كابينونه لري، خو كه يو وتړل شي، يوازې په يو باندې هم پرواز كولى شي.))
په ورته وخت کې بیا په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال محمد زمان وزیري وایي، چې د ځمکني ځواک د ملاتړ لپاره ورته دغه ډول الوتکې ډیرې مهمې دي.
وزیري وایي، که افغان ځواکونو ته دغه ډول درنې وسلې ورکړل شي او په هوایي ځواک مجهز شي نو په اسانۍ سره به وشي کړای وسله وال مخالفین وځپي: (( د زميني عملياتو د ښې حمايې لپاره موږ مخكې مي ۱۷ نه او بيا ام ډي ۵۳۰ طيارې وې، اوس دا دى اى ۲۹ ډوله الوتكې هم راغلې دي چې دا د ځمكنيو ځواكونو د حمايې په خاطر ډېر مهم رول لري.))
ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه دا ډول ۲۰ نورې الوتکې افغان ځواکونو ته وسپارل شي چې په اړه يې چارواکي وایي، دا به د هوايي ځواک په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA