په سوريه كې وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو د مؤقت اوربند موافقه ليك تاييد كړ، دواړو د لنډ وخت لپاره پر يو بل تعرضونه درولي دي.
د دې لنډمهالي اوربند د موافقه ليك مسوده امريكا او روسيې په ګډه ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې كړه او امنيت شورا هم ومنله.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بشارالاسد پر رژيم او مخالفينو يې غږ كړى دى چې د اوربند په موده كې پر يو بل له كوچني تعرض هم ځانونه وساتي. په سوريه كې وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو د مؤقت اوربند موافقه ليك تاييد كړ، دواړو د لنډ وخت لپاره پر يو بل تعرضونه درولي دي.
د دې لنډمهالي اوربند د موافقه ليك مسوده امريكا او روسيې په ګډه ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې كړه او امنيت شورا هم ومنله.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بشارالاسد پر رژيم او مخالفينو يې غږ كړى دى چې د اوربند په موده كې پر يو بل له كوچني تعرض هم ځانونه وساتي.
ملګرو ملتونو همدا راز پر ښكېلو اړخونو ټينګار كړى دى چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د سولې مذاكراتو ته چې د مارچ په اوومه به د سوريې پر موضوع داير شي بيا سره راټول شي.
په سوريه كې د ښكېلو اړخونو تر منځ لنډمهالى اوربند په داسې حال كې شوى چې تر دې وړاندې د اسد مخالفينو ويلي وو، دوى اوربند ته تيار دي خو د مقابل لوري لخوا يې كه د ماتولو هڅه وشوه، دوى به يې هېڅكله ونه بخښي او جګړه بېرته خپل شدت اخستلى شي.
په سوريه كې له څلور كلنې داخلي جګړې راهيسې شاوخوا ۴ سوه زره كسان مړه و ټپيان شوي او مليونونه خلك ترې كډوال شوي دي.


