د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت کرکټ لوبغالي کې تېره ورځ “وينه ورکړئ او ژوند وژغورئ” تر سرليک لاندې د ژورناليستانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د دې سياليو يو تن جوړوونکى اکرام الله اکرام وايي، دا چې دغو سياليو ته “وينه ورکړئ او ژوند وژغورئ” نوم ورکړل شوی، په همدې هدف ځوانان هڅول دي، چې اړمنو خلکو ته په رضاکارانه ډول خپله وينه ورکړي. د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت کرکټ لوبغالي کې تېره ورځ “وينه ورکړئ او ژوند وژغورئ” تر سرليک لاندې د ژورناليستانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د دې سياليو يو تن جوړوونکى اکرام الله اکرام وايي، دا چې دغو سياليو ته “وينه ورکړئ او ژوند وژغورئ” نوم ورکړل شوی، په همدې هدف ځوانان هڅول دي، چې اړمنو خلکو ته په رضاکارانه ډول خپله وينه ورکړي.
د دغو سياليو په څنډه کې د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال، د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل، مدني فعالانو او ګڼ شمېر ځوانانو او نورو چارواکو اړمنو خلکو ته خپله وينه وركړه.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د دغو سياليو په ترسره کېدو خوښي وښوده او له ځوانانو يې غوښتنه وکړه، چې له بېلابېلو لارو په هېواد کې د سولې ټينګښت ته کار وکړي.
په ننګرهار کې فعال ژورناليستان په څلورو لوبډلو د ولس خادمان،امن غوښتونکي، سولې سفيران او ژوند لارويانو کې شامل دي.
تېره ورځ په لومړۍ لوبه کې د سولې سفيرانو لوبډلې، ژوند لارويانو لوبډلې ته ماتې وركړه او ټاكل شوې نن له غرمې وروسته دوه بجې د امن غوښتونکي او ولس خادمانو لوبډلو ترمنځ سيالي وشي.


