د ژوند د معيارونو په اساس د ارزول شويو ښارونو يوه نړيواله سروې خپره شوې ده چې له مخې يې د نړۍ په ۲۳۰ هېوادونو كې ويانا ښار د ژوند لپاره تر ټولو ښه او بغداد تر ټولو بد ښار معرفي شوى دى.
په دې ليست كې ويل شوي، د اتريش مركز، ويانا ځكه غوره ښار دى چې د ژوند ټولې اسانتياوې په كې موجودې دي. د ژوند د معيارونو په اساس د ارزول شويو ښارونو يوه نړيواله سروې خپره شوې ده چې له مخې يې د نړۍ په ۲۳۰ هېوادونو كې ويانا ښار د ژوند لپاره تر ټولو ښه او بغداد تر ټولو بد ښار معرفي شوى دى.
په دې ليست كې ويل شوي، د اتريش مركز، ويانا ځكه غوره ښار دى چې د ژوند ټولې اسانتياوې په كې موجودې دي.
د ښه ژوند له پلوه د سويس زيوريخ ښار په دوهمه درجه، د نيوزيلنډ آكلينډ ښار په درېيمه درجه، د جرمني مونيخ په څلورمه او د كاناډا وينكوور ښار په پنځمه درجه ولاړ دى.
په دې ليست كې لوګزهامبورګ د نړۍ تر ټولو خوندي پايتخت ګڼل شوى، خو د عراق بغداد بيا د ناامنه ترين، بد ژوند او تر ټولو ناخوندي ښار نومول شوى دى.
په ياده سروې كې د لويو ښارونو ټولنيز، سياسي، اقتصادي او كلتوري ارزښتونه په پام كې نيول شوي او بيا يې د خلكو پر ژوند د هغې اثرات څېړلي دي.


