ads

هلمند كې د ځانګړو ځواكونو عمليات، د وسله والو له زندانه ۳۵ ملكيان ازاد

د ملي دفاع وزارت په هلمند ولايت كې د وسله والو مخالفينو له يوه زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو ملكي وګړو د خوشې كولو خبر وركوي.د دې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د امنيتي ځواكونو د ځانګړو قطعو د عملياتو په پايله […]

نویسنده: TKG
8 کب 1394
هلمند كې د ځانګړو ځواكونو عمليات، د وسله والو له زندانه ۳۵ ملكيان ازاد

د ملي دفاع وزارت په هلمند ولايت كې د وسله والو مخالفينو له يوه زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو ملكي وګړو د خوشې كولو خبر وركوي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د امنيتي ځواكونو د ځانګړو قطعو د عملياتو په پايله كې ۳۵ تنه ملكي وګړي، چې ۲۵ ماشومان، ۵ ښځې او ۵ نارينه په كې شامل دي، د وسله والو مخالفينو له يوه زندان څخه خوشې شول.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې، چې تېره شپه ترسره شول، اووه تنه وسله وال مخالفين نيول شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې هم امنيتي ځواكونو د وسله والو مخالفينو له يوه زندانه د امنيتي سرتېرو په ګډون ۵۹ تنه خوشې كړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA