ads

ماتې ژمنې او هڅې

د ملي وحدت حکومت مشرانو د انتخاباتي مبارزو پرمهال او ترهغه وروسته له خلکو سره خورا ډېرې ژمنې کړې دي. امنیت، اقتصادي وده، کارموندنه، فساد او ځینې نورې هغه وعدې دې چې تر اوسه یا چندان عملي شوې نه دي او یا ډېر کار ورته نه دی شوی. په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو راوستل […]

نویسنده: TKG
8 کب 1394
ماتې ژمنې او هڅې

د ملي وحدت حکومت مشرانو د انتخاباتي مبارزو پرمهال او ترهغه وروسته له خلکو سره خورا ډېرې ژمنې کړې دي. امنیت، اقتصادي وده، کارموندنه، فساد او ځینې نورې هغه وعدې دې چې تر اوسه یا چندان عملي شوې نه دي او یا ډېر کار ورته نه دی شوی. په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو راوستل او د سرتاسري سولې ټینګښت بیا د ملي وحدت حکومت د مشرانو هغه ژمنې دي چې تر یوه بریده ورته کار او هڅې شوې دي، خو پایلې یې ناڅرګنده دي او څوک نه پوهېږي چې څه به کېږي. د ملي وحدت حکومت مشرانو د انتخاباتي مبارزو پرمهال او ترهغه وروسته له خلکو سره خورا ډېرې ژمنې کړې دي. امنیت، اقتصادي وده، کارموندنه، فساد او ځینې نورې هغه وعدې دې چې تر اوسه یا چندان عملي شوې نه دي او یا ډېر کار ورته نه دی شوی. په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو راوستل او د سرتاسري سولې ټینګښت بیا د ملي وحدت حکومت د مشرانو هغه ژمنې دي چې تر یوه بریده ورته کار او هڅې شوې دي، خو پایلې یې ناڅرګنده دي او څوک نه پوهېږي چې څه به کېږي.
په وروستي ځل د دلوې په ۱۹نېټه د جمهوري ریاست دفتر خبر ورکړ چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال سرور دانش د انتخاباتي نظام د اصلاح له پاره له بېلابېلو لوریو سره د یوې منطقي، عملي او حقوقي حل لارې د موندلو په لټه کې دی. دا خبره د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي له قوله رانقل شوې ده. نوموړي ویلي وو چې حکومت د پارلمان رایې ته احترام لري، خو  ټولو ته د منلو وړ یوه سالم انتخاباتي نظام د رامنځته کېدو له پاره هم په خپلې وعدې ولاړ دی.
خو د حکومت له دغې ژمنتیا سره سره هم تر اوسه په دغه برخه کې کوم اساسي بدلون نه ترسترګو کېږي او بن بنست په خپل حال پاتې دی. د ټاکنو د نظام اصلاح کول، د هغه موافقتنامې له اصلي برخو څخه ګڼل کېږي چې په نتیجه کې یې د ملي وحدت حکومت جوړ شوی دی. جمهور رئیس اشرف غني له همدې کبله د تېر میلادي کال په اوږدو کې د ټاکنيزو قوانينو او نظام د اصلاح له پاره يو ځانګړی کمسيون وټاکه.
دغه کمسيون څو مياشتې کار وکړ او په پای کې یې جمهور رئیس ته یو شمېر وړاندېزونه وسپارل. حکومت په خپل وار دا وړاندیزونه د یوه تقنیني فرمان په توګه ولسي جرګې ته د تصویب له پاره ورواستول، خو ولسي جرګې هغه رد کړل. ولسي جرګې استدلال کاوه چې د خپل کار په وروستي کال کې نشي کولای چې د ټاکنو قانون په خپل کاري کړنلاره کې شامل کړي.
ولسي جرګې او د ټاکنو خپلواک کمسیون د ټاکنو د اصلاح غوراي کمېټه چې د جمهور رئیس د فرمان په ترڅ کې یې په کار پیل کړو، هم غیرقانوني بللې دي. منتقدین وايي که چېرې جهموري ریاست د ولسي جرګې د ژمنیو رخصتیو تر پای دمخه د انتخاباتي اصلاحاتو په مقصد د ټاکنو د اصلاح د غوراي کمېټې د کار په اړه نوی تقنیني فرمان صادر نه کړي، ښايي دغه اصلاحات لا نور پسې لانجمن شي.
د انتخاباتي اصلاحاتو د بن بنست تر څنګ د ملي وحدت حکومت له لوري د سولې هڅې هم تر اوسه بې ګټې پاتې دي. ملي وحدت حکومت چې له جوړېدو راهیسې یې د سولې پر خبرو اترو ډېر تمرکز کاوه، اوس له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی. تراوسه د سولې په رابطه په هېواد کې دننه او دباندې څو بېلابېلې غونډې شوې دي. د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای کې خو د افغان دولت او طالبانو استازو سره مخامخ ولیدل او خبرې یې وکړې. خو دغو خبرو اترو، طرفونه سره نږدې نه کړل او بالاخره پر پاکستان سربیره، امریکا او چین هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د منځګړو په توګه رامیدان ته شول. تر اوسه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ په کابل او اسلام اباد کې د سولې، څلور څلور اړخیزې غونډې شوې دي. خو نتیجه لا هم مبهمه ده او سړی نه پوهېږي چې دا هڅې به ګټه وکړي او که د تېر په څېر به سولې ته رسېدل ګران او جګړه به ژبغړاندې وي.
منتقدین بیا په دې باور دي چې د ملي وحدت حکومت د ټیمونو ترمنځ د نظرونو اختلاف او پر چوکیو د دوی نه جوړجاړی تر ډېره د دې سبب شوی چې دا حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راشي او نورې بې ځایه بوختیاوې یې پر کارونو سیوری وکړي. د جمهور رئیس د مرستیال ویاند د ملي وحدت حکومت د مشرانو( اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله) ترمنځ د نظرونو د اختلاف په اړه وايي چې ملي وحدت حکومت په افغانستان کې یوه نوې پدیده ده او له شک پرته هر فرد، په هره سطحه خپله خاصه سلیقه لري. مګر نوموړی وايي چې د نظرونو دا اختلاف او سیلقې د کارونو د ترسره کولو او افرادو د ګمارلو په برخه کې دي او د هېواد د لویو سیاست اېښودونو په اړه د حکومت مشران سره واحد لیدلوری لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA