ads

كندهار: د پوليسو تشكيل پوره شوى، خو ځوانان لا هم په كې شموليت غواړي

د کندهار امنيتي مسؤولين وايي، په دغه ولايت كې د پوليسو تشکيلات پوره شوي، خو لا هم ډېر ځوانان غواړي چې د پوليسو په لیکو کې ځانونه شامل کړي.دوى وايي، په کندهار کې د پوليسو ليکو ته د ځوانانو علاقه ورځ تر بلې ډيريږي او همدا اوس هم ډېر ځوانان هيله لري، چې د پوليسو […]

نویسنده: TKG
8 کب 1394
كندهار: د پوليسو تشكيل پوره شوى، خو ځوانان لا هم په كې شموليت غواړي

د کندهار امنيتي مسؤولين وايي، په دغه ولايت كې د پوليسو تشکيلات پوره شوي، خو لا هم ډېر ځوانان غواړي چې د پوليسو په لیکو کې ځانونه شامل کړي.
دوى وايي، په کندهار کې د پوليسو ليکو ته د ځوانانو علاقه ورځ تر بلې ډيريږي او همدا اوس هم ډېر ځوانان هيله لري، چې د پوليسو دنده ترسره کړي، خو په كندهار كې نور د پوليسو تشکيل پوره شوى دى. د کندهار امنيتي مسؤولين وايي، په دغه ولايت كې د پوليسو تشکيلات پوره شوي، خو لا هم ډېر ځوانان غواړي چې د پوليسو په لیکو کې ځانونه شامل کړي.
دوى وايي، په کندهار کې د پوليسو ليکو ته د ځوانانو علاقه ورځ تر بلې ډيريږي او همدا اوس هم ډېر ځوانان هيله لري، چې د پوليسو دنده ترسره کړي، خو په كندهار كې نور د پوليسو تشکيل پوره شوى دى.
په کندهار کې د پوليسو مسوولين وايي، د دوى په ليکو کې دا مهال ټول هغه پوليس دنده ترسره کوي چې  د نظامي او سواد زده کړي تر څنګ ورته پوره ټولنيزه زده کړه، کړه وړه او اصول هم ور ښودل شوي دي.
د کندهارامنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وايي، د پوليسو تشکيل يي پوره دی  او اوس يې هم يو شمېر افسران او ساتونکي په مرکز او کندهار کې په نظامي زده کړو بوخت دي: ((پوليسو اوس د خلكو باور خپل کړی او ډيری کسان زړه ښه کوي چې د پوليسو ليکو ته لاره پيدا کړي.))
اطرافي  د ښځېنه پوليسو په اړه هم په خپل تشکيل کې د زيات والي خبره کوي او وايي، دا مهال ډېر شمېر ښځې له نارينو پوليسوسره اوږه پر اوږه د خلكو خدمت کوي.
خو بل خوا بيا د کندهار ښار اوسېدونکي اوس هم د پوليسو له چلند څخه شکايت لري او غوښتنه کوي، چې د پوليسو مسوولين بايد پر پوليسو ټينګار وکړي، چې له خلكو سره ښه سلوک وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA