اروپا ته د كډوالو د ورتګ په مسئله د يونان او اتريش تر منځ د اړيكو د كړكېچن حالت د رامنځته كېدو له كبله يونان له اتريش څخه خپل سفير ايستلى دى.
يونان دا كار د اتريش او بالكان هېوادونو تر منځ د كډوالو د بحران په اړه له هغې غونډې وروسته كړى چې يونان يې نه و ور بللى خو دغو هېوادونو په ګډه د خپلو سرحدي اقداماتو د سختولو په اړه سره سلا مشورې وكړې.
د يونان خارجه وزارت په دې اړه ويلي، د كډوالو ستونزه ټولې اروپا ته ورپېښ ده او حل يې يوازې اتريش او د بالكان اتو هېوادونو تر منځ په دا ډول خپلسرو غوڼدو كې نه ليدل كېږي. اروپا ته د كډوالو د ورتګ په مسئله د يونان او اتريش تر منځ د اړيكو د كړكېچن حالت د رامنځته كېدو له كبله يونان له اتريش څخه خپل سفير ايستلى دى.
يونان دا كار د اتريش او بالكان هېوادونو تر منځ د كډوالو د بحران په اړه له هغې غونډې وروسته كړى چې يونان يې نه و ور بللى خو دغو هېوادونو په ګډه د خپلو سرحدي اقداماتو د سختولو په اړه سره سلا مشورې وكړې.
د يونان خارجه وزارت په دې اړه ويلي، د كډوالو ستونزه ټولې اروپا ته ورپېښ ده او حل يې يوازې اتريش او د بالكان اتو هېوادونو تر منځ په دا ډول خپلسرو غوڼدو كې نه ليدل كېږي.
د وزارت له قوله راغلي چې له اتريش نه يې خپل سفير ځكه ور غوښتى چې په دې كار سره د يونان، بالكان او اتريش د خلكو دوستانه اړيكې وژغورل شي.
دا په داسې حال كې ده چې د اروپايي ټولنې كمشنر د كډوالو په اړه يوه د اروپايي هېوادونو د خارجه وزيرانو په يوه مهمه غونډه كې ويلي، د اروپايي هېوادونو سرحدي نظام په راتلونكو څو اوونيو كې له بېخي مفلوج حالت سره مخامخ كېداى شي.
دميترس اوراموپولس خبردارى وركړى چې له اروپايي هېوادونو سره پر خپلو سرحدونو د كډوالو د كنټرول لپاره ايله لس ورځې وخت دى، كه په دې موده كې د كډوالو چاره ونه كړي نو د اروپايي هېوادونو تر منځ د پرانيستو سرحدونو سيستم به له منځه ولاړ شي: (( د كډوالو د بحران په اړه له تركيې سره د مارچ د اوومې له غونډې د مخه بايد موږ په دې اړه كلك اقدامات وكړو او پايلې يې راټولې كړو.))
دې غونډې ته هم د يونان د كډوالو وزير ويلي، هېواد يې نه غواړي چې د اروپا د لبنان بڼه خپله كړي، ځكه اتريش، سربيا او مقدونيه پر خپلو سرحدونو د كډوالو د منلو اقدامات سخت كړي او اوس له دې كبله زيات شمېر كډوالو يونان ته مخه كړې ده.
شمېرنې وايي چې تېر۲۰۱۵ كال اروپا ته يو ميليون كډوال ورغلي چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته دا تر ټولو ستر بحران ګڼل شوى دى.
سږني ۲۰۱۶ كال كې هم اروپا ته د ورغليو كډوالو شمېر تر اوسه ۱۰۰ زره ښودل شوى چې تقريبا لوى شمېر يې په يونان كې مېشت شوى.په دغو كډوالو كې د عراق او افغانستان خلك زيات دي.


