دوهم تعقيب: د كونړ په مركز اسعداباد ښار كې ولايت مقام ته نږدې ځانمرګي بريد لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت والي وحيدالله كليمزي كليد ته وويل، دغه ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې شوى، چې له كبله يې ۱۱ تنه ملكي وګړي وژل شوي او د يو شمېر امنيتي سرتېرو په ګډون ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.نوموړي د بريد د هدف په اړه معلومات نه درلودل دوهم تعقيب: د كونړ په مركز اسعداباد ښار كې ولايت مقام ته نږدې ځانمرګي بريد لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت والي وحيدالله كليمزي كليد ته وويل، دغه ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې شوى، چې له كبله يې ۱۱ تنه ملكي وګړي وژل شوي او د يو شمېر امنيتي سرتېرو په ګډون ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.نوموړي د بريد د هدف په اړه معلومات نه درلودل: (( د ولايت دروازې سره بريد شوى، ۱۱ ملكيان مړه دي، څلويښت تنه ټپيان دي، چې په ټپيانو كې امنيتي كسان هم دي، د ځينو ټپيانو حالت د تشويش وړ دى، د بريد هدف مشخص نه دى، د ولايت مقام دروازې سره حمله وشوه، جسدونه نه تشخيصېږي، حاجي خانجان قومي مشر دى هغه هم په وژل شويو كې شامل دى.))
خو د كونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل كليد ته وويل، يو ځانمرګي بريد كوونكي، چې پر موټر سايكل سپور و، د حاجي خان جان په نوم پر يو قومي مشر ځانمرګى بريد كړى دى: (( انتهاري په موټرسايكل سپور و، ازادۍ پارك ته نږدې يې ځانته چاودنه وركړې، هدف يې قومي مشر حاجي خانجان و.))
د دې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


