ads

د كونړ پېښه، د ننګرهار جراحي ټيم هم اسعد اباد ته ورسېد

درېم تعقيب: د کونړ په ننني ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر۱۳ تنو ته ورسید.چارواکي وايي، دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې په مرکز اسد اباد کې وشو.د کونړ د عامي روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي کلید ته وویل، تر اوسه پورې دوی ته د پیښې له سیمې څخه۱۳ جسدونه […]

نویسنده: TKG
8 کب 1394
د كونړ پېښه، د ننګرهار جراحي ټيم هم اسعد اباد ته ورسېد

درېم تعقيب: د کونړ په ننني ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر۱۳ تنو ته ورسید.
چارواکي وايي، دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې په مرکز اسد اباد کې وشو.
د کونړ د عامي روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي کلید ته وویل، تر اوسه پورې دوی ته د پیښې له سیمې څخه۱۳ جسدونه او۳۹ ټپیان ور وړل شوي دي.
فضلي زياته كړه، دوی تر اوسه ۷ تنه ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي. درېم تعقيب: د کونړ په ننني ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر۱۳ تنو ته ورسید.
چارواکي وايي، دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې په مرکز اسد اباد کې وشو.
د کونړ د عامي روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي کلید ته وویل، تر اوسه پورې دوی ته د پیښې له سیمې څخه۱۳ جسدونه او۳۹ ټپیان ور وړل شوي دي.
فضلي زياته كړه، دوی تر اوسه ۷ تنه ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.
د کونړ دعامي روغتیا رئیس زیاته کړه، چې د ننګرهار د حوزوي روغتون، د کامې ولسوالۍ او د کونړ د یو شمیر ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ټول ډاکټران د همکارۍ لپاره ورلیږل شوي دي: (( موږ سره ثبت ناروغان ۳۹ تنه زخميان دي، ۱۳ نفره شهيدان دي، ۷ نفره موږ ننګرهار ته لېږلي، د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس او جراحي ټيم، د كامې ولسوالۍ روغتون او د مجاورو روغتونونو پرسونل هم دلته رارسېدلى دى.))
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کونړ سربیره په ګاونډي ولایت ننګرهار کې هم د قومي مشرانو په غونډو ورته بریدونه وشول، چې په لسګونه خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
بلخوا تر اوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA