د ملي دفاع وزارت په لومړۍ دروازه په ځانمرګي بريد كې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي
دغه بريد نن له غرمې وروسته ۳ بجې او ۳۰ دقيقې د ملي دفاع وزارت په لومړي قراول ترسره شو
د ملي دفاع وزارت په لومړۍ دروازه په ځانمرګي بريد كې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي
دغه بريد نن له غرمې وروسته ۳ بجې او ۳۰ دقيقې د ملي دفاع وزارت په لومړي قراول ترسره شو
د كابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل چې په دې بريد كې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي په ډاګه نه كړه چې وژل شوو او ټپيانو كې څومره يې پوځيان او څومره ملكي وګړي دي.
له بل لوري وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت پر غاړه اخيستى
طالب وياند ذبيح الله مجاهد اعا كړې چې په دې بريد كې يې د ملي اردو ۲۳ افسران وژلي او ۲۹ نور ټپيان كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


