كه څه هم د كرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې د شاتو كاروبار د پخوا په نسبت خورا ډېر غوړېدلی، خو د شاتو د مچيو یو شمېر روزونکي بیا له پرمختګونو سره سره غواړي چې حکومت دغه صنعت ته خپله توجه نوره هم زیاته کړي
د كرنې وزارت د معلوماتو له مخې د روان لمریز کال په لومړيو شپږو مياشتو كې د نهه ولايتونو د شاتو مچيو يو نيم مليون كیلوګرامه شات توليد كړي چې په دې سره په هېواد كې د شاتو د توليد ټول پخواني ريكارډونه مات شوي دي. كه څه هم د كرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې د شاتو كاروبار د پخوا په نسبت خورا ډېر غوړېدلی، خو د شاتو د مچيو یو شمېر روزونکي بیا له پرمختګونو سره سره غواړي چې حکومت دغه صنعت ته خپله توجه نوره هم زیاته کړي
د كرنې وزارت د معلوماتو له مخې د روان لمریز کال په لومړيو شپږو مياشتو كې د نهه ولايتونو د شاتو مچيو يو نيم مليون كیلوګرامه شات توليد كړي چې په دې سره په هېواد كې د شاتو د توليد ټول پخواني ريكارډونه مات شوي دي.
د کرنې وزارت له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې د هېواد په نهو ولايتونو (بدخشان، تخار، كندوز، بغلان، ننګرهار، غزني، لوګر، پكتيا او هرات) كې ۶۱۰۰ تنه د شاتو مچيو په روزنه بوخت دي. له دغه شمېر ۵۹۹ تنه په اتحاديو او ۲۰۷۷ تنه يې په كوپراتيفونو كې شامل دي، خو ۳۴۳۲ تنه بيا په انفراي توګه د شاتو د تولیدو کاروبار کوي.
د كرنې وزارت وايي چې د شاتو مچيو د روزنې په برخه كې یې د فارمونو له خاوندانو سره د انكشافي پروګرامونو له لارې د مچيو د روزنې په برخه كې د ظرفیت لوړونې، سامان الاتو، د شاتو تولید، وېش او د شاتو مچيو د ملكو په توليد كې مرسته كړې ده.
خو په مختلفو ولايتونو كې د شاتو د مچيو روزونكي بیا وايي، دولت بايد د شاتو مچيو كاروبار ته په اطرافي او ځنګلي سيمو كې زیاته وده ورکړي او د هېواد په ګوټ ګوټ كې د شاتو د توليد او پروسس له پاره لازم امكانات برابر كړي.
په ننګرهار كې د شاتو مچيو د ساتونكو اتحاديه وايي، دغلته د پخوا په نسبت د شاتو د مچيو د پالنې له پاره ښه سهولتونه برابر شوي او د مچيو د روزنې او شاتو د پروسس كاروبار وده كړې ده. په ننګرهار كې د شاتو د پروسس كارخانې مشر او د مچيو ساتونكو اتحاديې غړى رياض محمد رودوال وايي، دا مهال په ننګرهار كې د شاتو د تولید او مچیو د روزولو ۲۰۰ فارمونه موجود دي او دوی ورسره د روزنې، وسايلو او د خېمو د وېش په برخه كې مرسته كړې ده:(( زموږ اتحاديه ۲۲۰ غړي لري او د مچيو له مالكانو سره د شاتو په بازار موندنه كې هم مرسته كوي.))
د ننګرهار اوسېدونكى عبدالله چې له تېرو شلو كلونو راهیسې د شاتو مچۍ پالي، وايي چې د باريك اب په سيمه كې يې د شاتو مچيو ۶۰ شخصي فارمونه جوړ كړي دي: (( په پسرلي او مني كې صندوقونه همدلته راوړو او په نورو دوو موسمونو كې يې سړو سيمو ته انتقالوو.)) خو د ننګرهار د شاتو مچيو د روزونكو اتحاديې مشر بيا وايي، دلته د ځنګلونو او ګلانو د كمښت له كبله كله كله د مچيو روزونكي اړ کېږي چې خپل صندوقونه پاكستان ته واړوي، ځكه هلته د بېرو او شړشمو د زياتوالي له كبله د شاتو مچۍ ښې تغذيه كېږي، خو په دغه نقل مکان كې دوى د مچيو د مړينې او نورو ګڼو تاوانونو سره هم مخ كېږي: (( دې ستونزې ته مو جدي پام دى، د كرنې وزارت ته مو هم وړانديز كړى چې په ننګرهار كې مصنوعي ځنګلونه ورغوي، تر څو د شاتو مچيو د روزنې كاروبار په داخل كې له ښې ودې سره مخ شي او د فارمونو خاوندان هم له زيات تاوان سره مخ نه شي.))
دا په داسې حال كې ده چې ننګرهار په دې وروستيو كې د ناامنۍ له كبله هم د شاتو د مچيو روزونكو ته يو څخه خطرناك شوى، خو دغلته د شاتو پروسس فابريكه د هېواد په كچه د شاتو د توليد په برخه كې لا هم خپل مؤثريت.
د هېواد په لويديځ كې د هرات د كرنې او مالدارۍ ریاست چارواكي هم وايي چې دغلته د شاتو مچيو پالنې ته د خلكو لېوالتيا زياته شوې او په وينا يې دوى هم په لنډ مهال كې هراتيانو ته د شاتو د مچيو په روزنه كې د لازمو اسانتياوو د رامنځته كولو له پاره يو شمېر پراختيايي پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.
د هرات د مالدارۍ د انكشاف امر انجنير فخرالدين ویلي چې تېر كال په دغه ولايت كې د مچيو د روزونكو اتحاديې ۵۲ غړيو له ۲۲۰۰ صندوقونو څخه ۱۶ ټنه شات توليد كړي وو، خو دا وار يې اتحاديې ته نور لسګونه غړي هم ورزيات شوي دي:(( سږ كال د دې اتحاديې د غړو شمېر سلو ته رسېدلى، دوى امكاناتو او شرايطو ته په پام د تېر كال په پرتله دوه چنده د شاتو توليدات كولاى شي.))
كه څه هم تر اوسه افغانستان بهر ته د شاتو د صادرولو خاص بازار نه لري، خو انجنير فخر الدين ویلي، له دې وروسته به نه یوازې د هرات شات ولايتونو ته په پراخه کچه صادر شي، بلكې له هېواده بهر به د خپل كيفيت له پلوه ځانګړى نوم او شهرت پيدا كړي.
په هرات كې د مچيو د فارمونو خاوندان وايي، هرات د شاتو مچيو د روزنې له پاره مناسب چاپېريال لري او حكومت دلته باید د فارمونو خاوندانو ته د مچيو د ښې روزنې او زيات توليد په برخه كې د عامه پوهاوي كورسونه او پروګرامونه زيات كړي.
بلخ چې د ځینو شمالي ولايتونو په نسبت نرمه هوا لري، د كرنې چارواكي يې ادعا كوي چې دلته هم په دې وروستيو كې د شاتو د مچيو روزنه او كاروبار خورا پرمختګ كړى دى. د دې ولايت د كرنې رئيس كاتب شمس ویلي چې دا مهال د بلخ په مناسب چاپېريال لرونكو سيمو كې د دوى لخوا پر خلکو د شاتو مچۍ وېشل شوې دي. شمس زياتوي، بلخ د شاتو مچيو د روزنې له پاره مناسب چاپيريال لري او كه دولت د سيمې له خلكو سره په دې برخه كې همكاري زياته كړي؛ نو له بهره به هېواد ته د بې كيفيته شاتو د وارداتو مخه هم نيول شوې وي.
رحمت الله بيا دغلته د شاتو مچيو د يوه فارم مسووليت لري. نوموړی وايي، عايدات یې تر پخوا ښه شوي، خو په وينا يې په افغانستان كې بايد د شاتو مچيو د روزنې فرهنګ ته وده وركړل شي، تر څو زيات خلك په دغه كاروبار بوخت شي: ((زموږ لومړی کوښښ دا دی چې خلک د شاتو په ګټو پوه کړو او په دې يې هم سر خلاص كړو چې د شاتو کاروبار کولای شي د افغانانو د كورني اقتصاد له پاره مؤثر تمام شي.)) په مزار شريف كې د شاتو يو دوكاندار محمد نعيم بيا له حكومته غواړي چې په مختلفو ولايتونو كې د شاتو د پروسس فابريكې فعالې كړي، تر څو د هېواد ټولو ولايتونو ته د شاتو خپل داخلي توليدات ورسول شي: (( د نورو هېوادونو بې كاره او د كم كيفيت شات په ښايسته ډبيو كې دلته راواردېږي خلك هغه په لوړ قيمت اخلي، خو كورني شات چې په ۴۰۰ او ۶۰۰ افغانيو يو كيلو وركوو، خلك يې نه اخلي، دا ځكه چې دلته پروسس او سمه بسته بندي نه شته.))
له هلمنده هره ورځ د جګړې، وژنو د خبرونو تر څنګ د باروتو بوى راخېژي، مګر يوازې دا هم نه ده، بلكې دغلته له دوو كلونو راهيسې د كرنې وزارت او ځینو خارجي موسسو په مرسته د شاتو مچيو یو شمېر فارمونه جوړ شوي چې اوس څو نورو ولسوالیو ته هم غځېدلي دي.
په هرات کې بزګرو ته د شاتو مچيو د فارمونو د وېش پروژې مسوول حبيب الله حبيبي وايي، هلمند يو ښېرازه ولايت او د دوى د څېړنو له مخې د شاتو مچيو د روزنې له پاره مناسب چاپېريال لري، ځكه نو دوى هم ياد پروګرام د هلمند د بزګرانو له پاره د غوره اقتصادي پروژې په توګه پيل كړى دى:(( دا پروژه اوس په څلورو ولسواليو كې روانه ده، كومې مچۍ چې نورې زېږوي، موږ هغه هم په بزګرانو وېشو، خلك هم خوشاله دي او دلته اوس د شاتو مچيو د روزلو فرهنګ په يو عام دود بدل شوى دى. موږ له دوى سره د شاتو د توليد له پاره د بازار موندنې په برخه كې هم مرسته كوو.))
حبيبي وايي، سلګونه كورنيو ته يې د شاتو مچيو د وېش تر څنګ ګڼ امكانات او وسايل په لاس وركړي او ځانګړي روزونكي يې هم ورته په دنده ګمارلي دي. په هلمند كې د مچيو د روزنې په برخه كې ټرينر عصمت الله وايي، دوى د كرنې وزارت لخوا په هره ولسوالۍ كې هغو كسانو ته چې په دې پروژه كې شامل دي، دوه يا درې ځله روزنه وركوي: (( دوى اوس په دې پوهېږي چې مچۍ يوازې د شاتو له پاره نه، بلكې دا د بوټو د بارداره كېدو په برخه كې هم مؤثرې دي، ځكه نو اوس دلته هره كورنۍ كوښښ كوي چې په خپلو باغونو كې د مچيو يوه كورنۍ وساتي.))
د كرنې وزارت ارقام ښيي چې تر دې مهاله په غير رسمي ډول د افغانستان شات منځني ختيځ، روسيې او ايران ته صادرېدل، خو له دې وروسته به د شاتو مچيو د فارمونو په زياتولو دا كچه لوړه او افغانستان به نورو هېوادونو ته هم د كيفيت له پلوه د ښو شاتو صادرات ولري.
په كرنيزه برخه كې د نوښتونو اداره وايي، د هېواد په شمال ختيځو سيمو كې هر بزګر په تېرو كلونو كې له پنځه صندوقه مچيو څخه ۲۱۴ كیلوګرامه شات او تر پلور وروسته يې په متوسط ډول ۷۴ زره افغانۍ ترلاسه كړې چې له مصارفو وروسته ورته ۶۷ زره افغانۍ ګټه پاتې شوې ده.
خو د كرنې وزارت اړونده ادارې دا نيمګړتيا مني چې دم ګړۍ افغانستان د شاتو د پروسس له پاره مناسب امكانات په لاس کې نه لري. د دغه وزارت د نشراتو رئیس لطف الله راشد ویلي: ((اوس مهال موږ د شاتو د پروسس له پاره په نړیوال سټنډرډ برابر وسایل په واک کې نه لرو. بله دا چې په رسمي ډول تر اوسه بهر ته شات نه دي صادر شوي. په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د شاتو د محصولاتو ستونزه حل شي.))
د راشد په وینا اوس مهال په افغانستان کې د مچیو یو سل او شل زره کورنۍ شته چې په شاوخوا زرو لویو او کوچنیو فارمونو کې د شاتو د تولید په هدف ساتل کیږي، مګر حكومت په دې هڅه کې دی چې د شاتو د روزنې كاروبار په ټول هېواد كې دود او د بزګرانو له پاره یې په غوره اقتصادي سرچينې بدل كړي.
د شاتو د مچیو په یوه لوی صندوق کې چې ۱۰ پتنوسه ولري، شاخوا ۷۰ زره مچۍ د یوې کورنۍ په توګه د یوې ملکې په مشرۍ شات تولیدوي. په دوی کې ځینې ساتونکې وي او لویه برخه يې کارګرې مچۍ دي چې د هر ډول شنو ونو او بوټو له ګلانو څخه شیره راټولوي او په صندوق کې د پسرلي له پیل تر مني پورې ۱۰ کیلوګرامه شات تولیدوي.


