ads

خوست: پوليسو په دوه اوونيو كې ۵مجرمين، ګڼې وسلې او چرس نيولي

د خوست پولیس وایي، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یې د نشه یي، چاودیدونکو توکو او وسلو په تور ګڼ کسان نیولي دي.د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت نن په دې اړه خبریالانو ته  وویل، تېره اوونۍ یې د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې د وسلو لرلو او د وسلو او […]

نویسنده: TKG
8 کب 1394
خوست: پوليسو په دوه اوونيو كې ۵مجرمين، ګڼې وسلې او چرس نيولي

د خوست پولیس وایي، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یې د نشه یي، چاودیدونکو توکو او وسلو په تور ګڼ کسان نیولي دي.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت نن په دې اړه خبریالانو ته  وویل، تېره اوونۍ یې د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې د وسلو لرلو او د وسلو او نشه یي توکو د قاچاق په تور اته کسان نیولي دي د خوست پولیس وایي، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یې د نشه یي، چاودیدونکو توکو او وسلو په تور ګڼ کسان نیولي دي.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت نن په دې اړه خبریالانو ته  وویل، تېره اوونۍ یې د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې د وسلو لرلو او د وسلو او نشه یي توکو د قاچاق په تور اته کسان نیولي دي: (( په تېرو دوه  اوونيو كې لس كېلو چرس مو په دوه منده، نادرشاه كوټ او عليشيرو ولسوالۍ كې د مخدره توكو پر ضد د مبارزې مديريت نيولي دي، د دې قاچاقيانو سره يو ميل راكټ انداز، يو ميل كلاشنكوف، لس لاسي بمونه، مرمۍ او نورې وسلې نيولي دي، اووه حلقې بوشكه يي ماينونه هم چې مختلفو ځايونو كې وو، خنثى شوي، اوولس نور چې بيا د خنثى كېدو وړ نه وو، ځاى پر ځاى چوول شوي دي، د غلاو په تور درې ميله سلا او دوه نفره مو نيولي، د موټرسايكلو او نورو وسايطو د غلا په تور مو هم درې كسان نيولي دي.))
د خوست امنيتي ځواكونه د دغو لاسته راوړنو ادعا په داسې حال كې كوي چې په وروستیو دوو میاشتو کې په خوست کې د هدفي او مرموزو وژنو لړۍ زور اخیستی دی او خلك په دې ا ړه هم له حكومته غواړي چې جدي اقدامات وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA