د پروان د جبل السراج ولسوالۍ اوسیدونکي وايي په سيمه كې يې د غير مسووله وسله والو له لاسه امنيتي وضعيت ورځ تر د خرابېدو په حال كې دى خو امنيتي ارګانونو ورته هېڅ پاملرنه نه ده كړې.
دوی وايي اوسمهال یو شمېر غیر مسوول وسله وال کسان په سیمه کې فعالیت کوي چې په لویو لارو کې د خلکو پر وړاندې خنډونه جوړوي او د تېرو میاشتو په پرتله زيات د جنايي پېښو سبب شوي دي. د پروان د جبل السراج ولسوالۍ اوسیدونکي وايي په سيمه كې يې د غير مسووله وسله والو له لاسه امنيتي وضعيت ورځ تر د خرابېدو په حال كې دى خو امنيتي ارګانونو ورته هېڅ پاملرنه نه ده كړې.
دوی وايي اوسمهال یو شمېر غیر مسوول وسله وال کسان په سیمه کې فعالیت کوي چې په لویو لارو کې د خلکو پر وړاندې خنډونه جوړوي او د تېرو میاشتو په پرتله زيات د جنايي پېښو سبب شوي دي.
ځايي خلك وايي، د دغو وسله والو كسانو له لاسه د شپې پر مهال د هېڅ مهمې اړتیا له مخې تګ او راتګ نه شي کولای. دوی له دولتي چارواکو څخه غواړي تر څو د امنیت د ټینګښت په موخه خپلې هڅې زیاتې کړي.
بل خوا د پروان د والي ویاند عبدالوحید صدیقي په نوموړې ولسوالۍ کې د سیمې د اوسیدونکي یادې ستونزې تاییدوي او وايي په دې اړه دوی اړونده ادارو ته لارښونه کړې چې غیرمسوول وسله وال او د جنايي پېښو عاملين ونيسي: (( خو يوه خبره بايد ياده كړم چې دلته زياتره جنايي پېښې د شخصي بديو له مخې رامنځته كېږي.))
د یادونې وړ ده چې جبل السراج د پروان یوه مهمه ستراتیژیکه ولسوالي ده چې د کاپیسا، پنجشیر او د کابل د لویې لارې بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر د همدې ولسوالۍ له لارې شمالي ولايتونو ته تګ او راتګ کوي.


