د غزني په مركز منګور سیمه کې د يو لوى جامع مسجد او دیني مدرسي د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې د يو كال په موده كې به يې رغنيز كارونه د ولسي خلكو په مالي لګښت تكميل شي.
د دغه مسجد او مدرسې بنسټ ایښودونکي مولوي عبدالحى له کلید سره په خبرو کې وویل، په منګور سیمه کې څه باندې زر کورنۍ ژوند کوي، خو نه یوازې دا چې د جمعې او اختر د لمونځونو لپاره یې جامع مسجد نه درلود بلکې ماشومانو یې هم د دیني مدرسي د نشتوالي له کبله دیني زده کړو ته لاسرسى نه درلود. د غزني په مركز منګور سیمه کې د يو لوى جامع مسجد او دیني مدرسي د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې د يو كال په موده كې به يې رغنيز كارونه د ولسي خلكو په مالي لګښت تكميل شي.
د دغه مسجد او مدرسې بنسټ ایښودونکي مولوي عبدالحى له کلید سره په خبرو کې وویل، په منګور سیمه کې څه باندې زر کورنۍ ژوند کوي، خو نه یوازې دا چې د جمعې او اختر د لمونځونو لپاره یې جامع مسجد نه درلود بلکې ماشومانو یې هم د دیني مدرسي د نشتوالي له کبله دیني زده کړو ته لاسرسى نه درلود.
نوموړي زیاته کړه، د ستونزې ته د حل د راايستلو په توګه خلکو د دغه جامع مسجد او مدرسې د رغولو هوډ کړی او ورته یې د څه باندې یو جریب ځمکې وقف كولو ترڅنګ د رغولو ټولې چارې هم پرغاړه اخستې دي.
مولوي عبدالحی وایي، د دغه جامع مسجد او مدرسې د رغولو لپاره د سیمې ګڼ شمېر ښځینه و خپلې ګاڼې وقف کړي او د غزني له ولسونو یې هم غوښتنه وکړه، تر څو يې هغوی هم د رغولو په چارو کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چي منګور د غزني ښار جنوب ختیځ ته په شاوخوا ۱۲ کیلو مترۍ کي پرته ګڼ میشته سیمه ده چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې په کې د بیا رغونې په برخه کې د حکومت له لوري هیڅ پروژه نه ده پلې شوې.


