امنیتي چارواکي د غزني ولایت په قره باغ كې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د دوو قومندانانو په ګډون د دولت د ۱۰ وسله والو مخالفینو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امیري کلید ته وویل، ګډو افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند، جامراد سیمي په یارک کلي کې یو لړ ځمکني او هوایي عملیات كړي چې په پایله کې یې د خنجري اوالفتاح په نومونو د وسله والو د دوو قومندانانو په ګډون لس وسله وال وژل شوي دي. امنیتي چارواکي د غزني ولایت په قره باغ كې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د دوو قومندانانو په ګډون د دولت د ۱۰ وسله والو مخالفینو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امیري کلید ته وویل، ګډو افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند، جامراد سیمي په یارک کلي کې یو لړ ځمکني او هوایي عملیات كړي چې په پایله کې یې د خنجري اوالفتاح په نومونو د وسله والو د دوو قومندانانو په ګډون لس وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د وژل شویو وسله والو ټولې وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او په عملیاتو کي افغان ځواکونو يا ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.


