ads

د پكتيا دوه لويو پروژو باندې رغنيزې چارې بيا پېلېږي

د پكتيا والي نصرت الله  ارسلا وايي، په دغه ولايت كې د ګردېز- غزني او مچلغو د بند لويو پروژو باندې رغنيزې چارې بيا پيلوي.په تېرو څوارلسو کلونو کې د پکتيا ولايت اړوند ولسواليو او مرکز کې يو شمېر لويې پروژې د کمزوري مديريت او ترينګلي امنيت له کبله نيمګړې پاتې شوې.خو ارسلا وايي دا […]

نویسنده: TKG
7 کب 1394
د پكتيا دوه لويو پروژو باندې رغنيزې چارې بيا پېلېږي

د پكتيا والي نصرت الله  ارسلا وايي، په دغه ولايت كې د ګردېز- غزني او مچلغو د بند لويو پروژو باندې رغنيزې چارې بيا پيلوي.
په تېرو څوارلسو کلونو کې د پکتيا ولايت اړوند ولسواليو او مرکز کې يو شمېر لويې پروژې د کمزوري مديريت او ترينګلي امنيت له کبله نيمګړې پاتې شوې.
خو ارسلا وايي دا ځل به ولسي خلک نه تېر باسي او په اساسي ډول به دواړه لويې پروژې پای ته رسوي. د پكتيا والي نصرت الله  ارسلا وايي، په دغه ولايت كې د ګردېز- غزني او مچلغو د بند لويو پروژو باندې رغنيزې چارې بيا پيلوي.
په تېرو څوارلسو کلونو کې د پکتيا ولايت اړوند ولسواليو او مرکز کې يو شمېر لويې پروژې د کمزوري مديريت او ترينګلي امنيت له کبله نيمګړې پاتې شوې.
خو ارسلا وايي دا ځل به ولسي خلک نه تېر باسي او په اساسي ډول به دواړه لويې پروژې پای ته رسوي.
د  ګردېز ـ غزني څه د پاسه ۴۲ کيلومتره لويې لارې لپاره يو ځل د ولايتي بيارغونې د ډلې پي آر ټي له لوري ۳۵ ميلونه امريکايي ډالر منظور شوي وو، چې د کم وخت په تېرېدو د جمعه خان همدرد د ولايت په وخت کې د ځايي حکومتي ادارې او مرستندويه ډلې د ترينګلو اړيکو له کبله دا رغنيزه چاره ودرېده.
همدارنګه د مچلغو بند لپاره هم د اسيايي بانک له لوري نږدې ۳۲ ميلونه امريکايي ډالره منظور شوي وو، چې د کمزوري مديريت له وجې يې رغنيزې چارې ودرېدې.
اوس د دې ولايت نوى والي نصرت الله ارسلا ژمنه کوي چې د مچلغو بند تړلو پروژه باندې يو ځل بيا کار پيلوي او همدارنګه به د ګردېز ـ غزني لويې د جوړېدو هڅه کوي.
د پکتيا والي نصرت ارسلا وايي چې په پلازمېنه کابل کې يې له ولسمشر او يو شمېر وزيرانو سره د دې ولايت په رغنيزو او امنيتي چارو مفصلې خبرې کړې دي.
دی وايي چې د څمکنيو ولسوالۍ اړوند سروې خولې بند جوړېدو لپاره هم پلان لري او په راتلونکي کال کې به يې په رغنيزو چارو پيل وشي.
نصرت الله ارسلا داسې مهال د دوه بندونو د تړلو ژمنه کوي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د پکتيا هر والي د مچلغو بند د جوړېدو ژمنې وکړې، چې د مالي امکاناتو د درلودو باوجود هم بريالي نه شول چې دا بند وتړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA