ads

افغان چارواكو د وحيدي خوشې كېدل تاييد كړل

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تاييد كړه چې ، د کونړ او هرات د پخواني والي سيد فضل الله وحيدي د کورنۍ غړي وايي چې نوموړي تېره شپه په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکو ته سپارل شوي دي.د دغه وزارت وياند شكيب مستغني وايي، د وحيدي پر سر كومه معامله نه ده […]

نویسنده: TKG
7 کب 1394
افغان چارواكو د وحيدي خوشې كېدل تاييد كړل

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تاييد كړه چې ، د کونړ او هرات د پخواني والي سيد فضل الله وحيدي د کورنۍ غړي وايي چې نوموړي تېره شپه په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکو ته سپارل شوي دي.
د دغه وزارت وياند شكيب مستغني وايي، د وحيدي پر سر كومه معامله نه ده شوې او كابل پر اسلام اباد باندې د ده د خوشې كولو په چاره كې د هڅې لپاره زيات فشار اچولي و.

وحيدي په اسلام آباد کې له يوه مارکيټه د ناڅرګندو کسانو له خوا د فبرورۍ په دولسمه نيټه تښتول شوي و.
د فضل الله وحيدي زوم او د ولسي جرګې استازي سيد اکرام هم د هغه د خوشي کېدو خبره تاييد كړې او وايي، خسر يې د افغان او پاکستاني چارواکو د هڅو په پايله  پيدا او پېښور کې د افغان قونسلګرۍ چارواکو ته وسپارل شو.
د يادونې ده چې نه يوازې افغان حكومت بلكې پخواني جمهور رئيس  حامد کرزي هم د وحيدي پر اختطاف اندېښنه څرګنده کړې وه او له پاکستانه يې غوښتي وو چې د نوموړي په خوشي کولو کې پوره هڅه وکړي.
کرزي همدا راز د بريتانيا پر حکومت غږ کړي و چې افغانانو ته په افغانستان کې دننه په خپل سفارت کې د ويزې ورکړې اسانتياوې برابرې کړي چې افغانان د بريتانيا ويزې اخيستلو لپاره پاکستان ته په تلو اړ نه شي.

د وحيدي په اړه يې هم كورنۍ ويلي وو چې هغه اسلام اباد ته د انګلستان د ويزې اخستلو لپاره تللى و او هلته يې كوم بل كار يا استوګنه نه لرله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA