ads

۲۴ تنه داعش او طالب وسله وال د سولې پروسې سره یوځای شول

په ننګرهار کې د سولې له پروسې سره د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ۲۴ غړي یوځای شول. چارواکي وایي، چې دغو وسله والو نن خپلې وسلې حکومت ته وسپارلې. په ننګرهار کې د سولې له پروسې سره د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ۲۴ غړي یوځای شول.چارواکي وایي، چې دغو وسله والو […]

نویسنده: TKG
5 کب 1394
۲۴ تنه داعش او طالب وسله وال د سولې پروسې سره یوځای شول

په ننګرهار کې د سولې له پروسې سره د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ۲۴ غړي یوځای شول. چارواکي وایي، چې دغو وسله والو نن خپلې وسلې حکومت ته وسپارلې.

په ننګرهار کې د سولې له پروسې سره د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ۲۴ غړي یوځای شول.
چارواکي وایي، چې دغو وسله والو نن خپلې وسلې حکومت ته وسپارلې.
د ننګرهار د سولې ولایتي کمېټې مشر ملک نذیر د دغو کسانو د یوځای کېدو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې د ملي امنیت او سولې شورا په هڅو ۱۴ تنه داعش ډلې پورې اړوند او ۱۰ تنه د طالبانو اړوند وسله وال له دولت سره یوځای شول.
نوموړی وایي، چې دغو وسله والو د ننګرهار اچین، نازیانو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د حکومت په وړاندې وسله وال فعالیتونه کول.
د سولې ولایتي کمېټې مشر زیاته کړه، چې یو ځای شویو وسله والو دغه راز خپله ۲۱ میله بېلا بېل ډوله وسله هم دولت ته تسلیم کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېر کله یو شمېر خلک وایي، د سولې له پروسې سره یو ځای کېدونکو وسله والو ته د لازمو اسانتیاوو د نشتوالي له كبله دوی بېرته د مخالفینو لیکو ته ځي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې له پیله تر اوسه پورې ۸۳۸ وسله وال د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA