د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې د جلال اباد – تورخم پر عمومي سړک د ټرافیکي پېښې له كبله یو تن مړ او ۸ نور ټپيان شوي دي. چارواکي زياتوي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې د جلال اباد – تورخم پر عمومي سړک د ټرافیکي پېښې له كبله یو تن مړ او ۸ نور ټپيان شوي دي.
چارواکي زياتوي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې د جلال اباد ـ تورخم لویې لارې اړوند د بهسودو ولسوالۍ سراچې پله سیمه کې، سراچه او مارسیډیز موټرو ټکر کړی دی.
هغه زیاته کړه، په پېښه کې يو تن مړ شوی او ۸ نور ټپيان دي، چې ټپیان د درملنې په هدف روغتون ته انتقال شوي دي.
د والي ویاند وايي، چې پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له كبله رامنځته شوې او د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د جلال اباد – تورخم لویې لارې تنګوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي پر دغې لارې ډېر کله د موټرو د ټکر او د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.


