ads

ننګرهار كې ۴۱ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم د پيل شويو عملياتو په يوولسمه ورځ د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو په مهال ۴۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم د پيل […]

نویسنده: TKG
5 کب 1394
ننګرهار كې ۴۱ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم د پيل شويو عملياتو په يوولسمه ورځ د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو په مهال ۴۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم د پيل شويو عملياتو په يوولسمه ورځ د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو په مهال ۴۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د دوى په وينا، په وژل شويو کې د داعش ډلې يو ډلمشر مولوي عادل او يو شمېر بهرني اتباع شامل دي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ياد شمېر داعش وسله وال د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو، پېښې، نرګسۍ او مزدکي غر سيمو کې وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، په ترسره شويو بريدونو کې د وسله والو مخالفينو يو پټنځای هم ويجاړ شوی دی.

د ننګرهار په اچين او نازيانو ولسواليو کې د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا ځواكونو په مشرۍ د شاهين ۱۸ په نوم روانو عملياتو كې د ملي امنيت پر موظفينو سربېره، ملي، سرحدي، سيمه ييز او د عامه نظم پوليس هم برخه لري.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA