ads

عبدالرحيم ايوبي: د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې بهير ته دې پاملرنه وشي

په ولسي جرګه کې د کندهار استازى عبدالرحيم ايوبي، چې د دې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ امنيت ښه شوى او بايد د پوهنې بهير ته يې هم پاملرنه وشي. په ولسي جرګه کې د کندهار استازى عبدالرحيم ايوبي، چې د دې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ امنيت ښه شوى او بايد د پوهنې بهير ته يې […]

نویسنده: TKG
5 کب 1394
عبدالرحيم ايوبي: د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې بهير ته دې پاملرنه وشي

په ولسي جرګه کې د کندهار استازى عبدالرحيم ايوبي، چې د دې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ امنيت ښه شوى او بايد د پوهنې بهير ته يې هم پاملرنه وشي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازى عبدالرحيم ايوبي، چې د دې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ امنيت ښه شوى او بايد د پوهنې بهير ته يې هم پاملرنه وشي.
پنجوايي يو وخت د وسله والو طالبانو مرکز و، اوس د کندهار يوه ډېره با امنه ولسوالي ده، خو بيا هم په كې۲۰ ښوونځي تړلي دي.
له دغې ولسوالۍ څخه په ولسي جرګه کې د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي پرون ليدنه وکړه.
هغه وليدل، چې د پنجوايي د پوهنې بهير کمزوری دی او زده کوونکي د زده کړو لپاره ودانۍ نه لري او تر ونو لاندې زده کړې کوي.
ايوبي دا حالت دردوونکی وباله او ويې ويل، چي پنجوايي ولسوالي که د امنيت له اړخه ډاډمنه شو، خو د پوهنې سيسټم يې کمزوری دی.
د هغه په وينا، مرکزي ادارې له کندهار سره توپيريز چلند کړی او دا موضوع به ور ورسوي.
د کندهار د پوهنې رئيس عبدالقادر پيوستون وايي، چې د ودانيو د جوړېدو، د ښوونکو د تنخواګانو او د درسي توکو او کتابونو د کمبود په اړه يې په وار وار اړوند وزارت ته وړانديزونه لېږلي دي، خو وزارت تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.
نوموړی زياتوي، د پوهنې رياست چې څومره امکانات لري، هغه يې نه دي سپمولي.
د پنجوايي اوسېدونکي د پوهنې له کمزوري بهيره شکايت کوي.
پنجوايي ټول ۴۵ ښوونځي لري، چې ۲۰ يې تړلي دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې پخوا به د تړليو ښوونځیو لپاره ناامني لويه بهانه بلل کېده، خو اوس امنيت هم ټينګ شوی او بايد ښوونځي فعال شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA