ads

روسيې افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه وركړل

روسيې نن افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه او د هغو يو ميليون مرمۍ وركړې. په كابل كې د روسيې سفير الکسندر منتيتسکي افغان حكومت ته د دغو وسلو د سپارلو په اړه رسنيو ته معلومات وركړل. روسيې نن افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه او د هغو يو ميليون مرمۍ وركړې.په كابل كې د روسيې سفير […]

نویسنده: TKG
5 کب 1394
روسيې افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه وركړل

روسيې نن افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه او د هغو يو ميليون مرمۍ وركړې. په كابل كې د روسيې سفير الکسندر منتيتسکي افغان حكومت ته د دغو وسلو د سپارلو په اړه رسنيو ته معلومات وركړل.

روسيې نن افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه او د هغو يو ميليون مرمۍ وركړې.
په كابل كې د روسيې سفير الکسندر منتيتسکي افغان حكومت ته د دغو وسلو د سپارلو په اړه رسنيو ته معلومات وركړل.
نوموړي وويل، تېره اونۍ ۴۵ افغان افسران د نظامي زده کړو لپاره روسيې ته استول شوي دي، چې په دغه هېواد کې به تر نظامي زده کړو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
ده همدا راز ټينګار وکړ، چې د افغانستان په اړه به له امريکا سره خپلې مرستې جاري وساتي او په دې برخه کې يې له امريکا سره د همکاريو يادونه وکړه.
د منتيتسکي په خبره، د امريکا په غوښتنه يې افغانستان ته مي ۳۵ جنګي هليكوپټرونه هم په واک کې ورکړي دي او په وينا يې، په راتلونکې كې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بلخوا د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د روسيې له پوځي مرستو مننه وکړه او دغه هېواد يې د افغانستان مهم دوست وباله.
اتمر زياته کړه، چې روسيې په يو ډېر حساس پړاو کې له افغانستان سره د نظامي مرستو سينه ډبولې، چې په خبره يې، د دواړو هېوادونو تر منځ يې پخوا هوکړه شوې وه.
نوموړي يادې مرستې له سياسي اړخه مهمې وبللې او يادونه يې وکړه، چې سيمه ييز ترهګر نه يوازې افغانستان، بلکې د روسيې په ګډون د نړۍ هېوادونو ته يو ګواښ بلل کېږي.
د ملي امنيت سلاکار يادونه وکړه، چې روسيې له افغانستان سره په داسې وخت کې مرسته وکړه، چې افغانستان د سولې لپاره مهم ګامونه پورته کوي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د نظامي مرستو ترلاسه کول د دې معنا نه وركوي، چې ګواکې د سولې پر خبرو دې کوم سيورى وغوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA