ads

د پکتيا مستوفيت ادارې عوايد ۳۵ فيصده لوړ شوي

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چې د مستوفيت د ۱۳۹۴ لمريز کال عوايد تېر کال ته په کتو ۳۵ فيصده لوړ شوي دي.  د دوى په وينا، د عوايدو په زياتوالي کې ورسره ولسي خلکو او ولايتي ادارو همکاري کړې ده. د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چې د مستوفيت د ۱۳۹۴ لمريز کال عوايد تېر […]

نویسنده: TKG
5 کب 1394
د پکتيا مستوفيت ادارې عوايد ۳۵ فيصده لوړ شوي

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چې د مستوفيت د ۱۳۹۴ لمريز کال عوايد تېر کال ته په کتو ۳۵ فيصده لوړ شوي دي.  د دوى په وينا، د عوايدو په زياتوالي کې ورسره ولسي خلکو او ولايتي ادارو همکاري کړې ده.

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چې د مستوفيت د ۱۳۹۴ لمريز کال عوايد تېر کال ته په کتو ۳۵ فيصده لوړ شوي دي.
د دوى په وينا، د عوايدو په زياتوالي کې ورسره ولسي خلکو او ولايتي ادارو همکاري کړې ده.
د پکتيا والي نصرت ارسلا له يادې ادارې د ليدنې په مهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د عوايدو زياتوالی د مرکزي حکومت د ځواکمنتيا په برخه کې مهم دى.
هغه د پکتيا د سږنيو عوايدو په اړه وويل: “تېر کال ۱۲۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد وو، سږ کال ۱۵۰۰ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي دي.”
د پکتيا مستوفي محمد ظريف بابري وايي، چې د عوايدو د لوړوالي په برخه کې ورسره ولسي خلکو او اړوند ولايتي ادارو همكاري کړې ده.
دى زياتوي، چې د مستوفيت په چارو کې به د روڼتيا لپاره لازمي اقدامات کوي.
نوموړی د عوايدو زياتوالی د سوداګرو له لوري د ماليې په خپل وخت ورکولو پورې تړي.
د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل بيا وايي، که ګمرکي سيسټم کې روڼوالی راشي، عوايد به نور هم ورسره لوړ شي. د هغه په خبره، د پکتيا ګمرکي اداري سيسټم کې که تغيرات راشي، د عوايدو په زياتوالي کې به مرسته شوې وي.
نوموړی زياتوي: “که چېرته په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ګمرک اداره کې په اداري او تخنيکي لحاظ تغيرات راشي، تله او نور امکانات يې منظم شي، شونې ده چې عوايد نور هم ورسره زيات شي.”
د پکتيا د مستوفيت ادارې مشرتابه وايي، چې د سوداګريزو چارو د سمون او د عوايدو په برخه کې د روڼتيا لپاره به نهايي هڅې کوي.
د سرچينې په وينا، مالياتي سيسټم ته يې معاصره بڼه ورکړې او نور به د ګڼو ستونزو مخه ډب وي.
پر مالياتي سيسټم د خلکو نيوکې، بې درېغه فساد او د افغان حکومت اقتصادي مجبوريتونه هغه څه دي، چې د رسنيو ورځني مهم موضوعات تشکيلوي، که څه هم له دې برخې ولسي خلک او شنونکي ناراضه دي، خو له نږدې اکثريت ولايتونو څخه تېر ته په کتو د عوايدو د لوړوالي رپوټونه خپرېږي.
د نظر خاوندان د عوايدو لوړوالی تر ډېره د د نفوس په ګڼوالي، د خصوصي سکټور په پراختيا او د ګمرکونو له لارې د وارداتي توکيو په زياتوالي پورې تړي، چې عوايد ورسره لوړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA