ads

د ننګرهار د پوهنې رياست: شینوارو کې لا هم ۳۲ ښوونځي تړلي دي

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې لا هم په اچین، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې ۳۲ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي. دوی زياتوي، چې په سیمه کې د تړل شویو ښوونځیو د بندېدو علتونه هلته دوامداره جګړه او له سیمې د خلکو کډوالي ده.   د ننګرهار د پوهنې ریاست […]

نویسنده: TKG
5 کب 1394
د ننګرهار د پوهنې رياست: شینوارو کې لا هم ۳۲ ښوونځي تړلي دي

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې لا هم په اچین، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې ۳۲ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي. دوی زياتوي، چې په سیمه کې د تړل شویو ښوونځیو د بندېدو علتونه هلته دوامداره جګړه او له سیمې د خلکو کډوالي ده.

 

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې لا هم په اچین، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې ۳۲ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

دوی زياتوي، چې په سیمه کې د تړل شویو ښوونځیو د بندېدو علتونه هلته دوامداره جګړه او له سیمې د خلکو کډوالي ده.

د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري کلید سره د یوې ځانګړې مرکې په مهال وویل، چې لا هم د ننګرهار په هسکه مېنه کې ۸، کوټ کې ۷ او اچین ولسوالۍ کې ۱۷ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

شینواری وایي، دوی هڅه کوي، چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته ټول تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي: “د شینوارو په سیمه کې لومړی نږې شپېته ښوونځي تړل شوي وو، چې بیا د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د حکومت په هڅو دغه تعداد نږدې دېرشو ته راښکته شو، اوس هم په هسکه مېنه کې ۸، کوټ کې ۷ او اچین ولسوالۍ کې ۱۷ ښوونځي تړلي دي.”

خو د ننګرهار اچین ولسوالۍ، چې څه موده وړاندې د جګړې لومړۍ لیکه وه، اوس په کې د ژوند نوي رنګونه ښکاري.

د اچین د (ده سرک) لېسې یوه زده کوونکي اسدالله کلید ته وویل، چې له تېرو  شپږو میاشتو راهیسې داعش وسله والو د دوی ښوونځي تړلي وو او لسګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې وو.

نوموړی پر امنیتي ځواکونو سربېره د ننګرهار د پوهنې له ریاسته غوښتنه کوي، چې د دوی په سیمه کې د ښوونځیو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي: “ډېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شول، داعش ډلې په شینوارو کې له ډېرو خلکو سرونه غوڅ کړل، زموږ له حکومت نه غوښتنه دا ده، چې زموږه ستونزې دې حل کړي.”

په همدې حال کې د اچین ولسوالۍ د (ده سرک) لېسې یوه ښوونکي رباني کلید ته وویل، له هغه وخته چې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي وو، نو دوی هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو: “داعش موږ دوه ځلې باندر ته اوغوښتلو، که نه ورتللو نو موږ یې وژلو، هلته یې موږ ته وويل، چې تاسې ته خپل نصاب کتابونه درکوو، تاسې د حکومت نصاب مه تدریسوئ، په همدې وجه یې ښوونځي وتړل، دا خبره ورسره یو شمېر د قلم مینه والو ونه منله او له دې ځایه یې کډه وکړه.”

بلخوا بیا د اچین ولسوالۍ یو قومي مشر نظر محمد کلید سره په خبرو کې یادونه وکړه، چې

د دوی په ولسوالۍ کې ټول ۴۸ ښوونځي موجود دي، چې له ډلې یې یوازې ۱۱ فعال دي.

نوموړی وایي، چې په اچین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته د یو شمېر ښوونځیو په پرانيستل کېدو سره دوی ته دا شېبې له اخترونو کمې نه دي: “موږ د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۸ ښوونځي لرو، چې له ډلې یې ۱۱ لېسې او ۱۳ یې متوسطې دي، نور ابتدایه ښوونځي دي، یوازې ۱۱ ښوونځي فعال دي نور ټول د داعش له وېرې تړل شوي دي، دا اوسنى حالت چې یو شمېر ښوونځي زموږ خلاص دي، ما ته له اختره هم زیاته خوشالي ده.”

په ورته وخت کې بیا د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواری د دې ولايت په یو شمېر هغو سیمو کې، چې ښوونځي تړل شوي وو، د زده کوونکو ستونزې مني، خو وایي چې په سیمو کې د روانو ستونزو له ختمېدو سره دوی چمتو دي، چې ښوونځیو ته لومړۍ اسانتیاوې برابرې کړي: “سره له دې، چې د دغو ښوونځیو ټول توکي لوټ شوي، خو د ننګرهار د پوهنې ریاست پوره اماده ګي لري، چې دوی ته کتاب، کتابچه او نور اړین وسایل ورکړي، موږ دلته په ښار کې هم یو شمېر بې ځایه شوو کورنیو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده.”

د ننګرهار د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې د وسله والو د فعالیتونو له امله د کلینکونو او ښوونځیو بندښت او په خپلسرې توګه د ځنګلونو پرېکونه هغه نورې سترې ستونزې دي، چې ولسونه ورسره لاس او ګرېوان دي او د حل غوښتنه یې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA