ads

د ملي دفاع وزارت د لسګونو وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو او نورو امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې له ۵۰ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۵ تنه ټپيان دي او دوه  تنه شكمن كسان نيول شوي دي. د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو […]

نویسنده: TKG
5 کب 1394
د ملي دفاع وزارت د لسګونو وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو او نورو امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې له ۵۰ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۵ تنه ټپيان دي او دوه  تنه شكمن كسان نيول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو او نورو امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې له ۵۰ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۵ تنه ټپيان دي او دوه  تنه شكمن كسان نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، بغلان، غزني، اروزګان او كندهار ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، امنيتي ځواكونو په دې عملياتو کې يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه كړي او لسګونه کړۍ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د عملياتو په مهال د ملي اردو د ۷ تنو سرتېرو وژل كېدل هم تاييد كړي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA