د سولې په تړاو په څلورمه څلور اړخيزه غونډه كې پرېكړه وشوه، چې د روان ميلادي كال د مارچ په لومړۍ اونۍ كې به د افغان حكومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پيلېږي.
د سولې په تړاو په څلورمه څلور اړخيزه غونډه كې پرېكړه وشوه، چې د روان ميلادي كال د مارچ په لومړۍ اونۍ كې به د افغان حكومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پيلېږي.
د افغانستان، پاكستان، امريكا او چين د استازو تر منځ د سې شنبې په ورځ په كابل كې د سولې په تړاو څلورمه څلور اړخيزه غونډه وشوه.
له ناستې وروسته په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د روان ميلادي كال د مارچ مياشتې په لومړۍ اونۍ كې به په اسلام اباد كې د افغان حكومت او وسله والو مخالفينو مخامخ خبرې ترسره شي.
د څلور اړخيزې غونډې برخه والو د افغان حكومت پر ټولو وسله والو مخالفينو غږ وكړ، چې له حكومت سره د سولې په مستقيمو خبرو كې برخه واخلي.
دغه راز په دې ناسته كې د پاكستان او افغانستان تر منځ د داسې يوې كاري كمېټې پر جوړېدو هم ټينګار وشو، چې د دواړو خواوو ديني عالمان د سولې ملاتړ ته وهڅوي او د جګړې په ضد فتواوې صادرې كړي.
ټاكل شوې د سولې په تړاو پنځمه څلور اړخيزه غونډه په اسلام اباد كې له وسله والو مخالفينو سره د افغان حكومت د مخامخ خبرو له لومړۍ ناستې وروسته ترسره شي.


