ads

حيات: ښځو سره تاوتريخوالي کوونکي به په جدي ډول مجازات شي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، له ښځو سره تاتريخوالي کوونکي به د مېرمنو د حقونو خونديتوب لپاره له قانون سره سم په جدي ډول مجازات شي. د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، له ښځو سره تاتريخوالي کوونکي به د مېرمنو د حقونو خونديتوب لپاره له قانون سره سم په جدي […]

نویسنده: TKG
5 کب 1394
حيات: ښځو سره تاوتريخوالي کوونکي به په جدي ډول مجازات شي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، له ښځو سره تاتريخوالي کوونکي به د مېرمنو د حقونو خونديتوب لپاره له قانون سره سم په جدي ډول مجازات شي.

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، له ښځو سره تاتريخوالي کوونکي به د مېرمنو د حقونو خونديتوب لپاره له قانون سره سم په جدي ډول مجازات شي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي او جندر ګروپ مياشتنۍ غونډه کې وکړه.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي او جندر ګروپ غونډه د والي حيات الله حيات په مشرۍ ترسره شوه، چې مېرمنو، مدني فعالانو او د بېلابېلو ادارو استازو په کې ګډون کړى و.
د سرچينې په وينا، په ياده غونډه کې د تېرې مياشتې د کارونو، ښځو سره د تاوتريخوالي رامنځته شويو پېښو او ترسره کړو فعاليتونو په تړاو رپوټ وړاندې شو.
په خبرپاڼه كې د ميدان وردګو د والي له قوله راغلي، چې د ښځو د حقونو خونديتوب لپاره دې اړونده ادارې په شريکه هلې ځلې وکړي.
د هغه په وينا، کورنۍ دې مېرمنو ته د ميراث او مهر حقونه ورکړي او هم دې د ناسمو دودونو بدو، بدل او کم عمر کې د نجونو د ورکړې مخنيوي لپاره اړونده ادارې کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA