ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې جمعې په ورځ په ايران کې پارلماني ټاکنې ترسره شي، چې ورته کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي. د ايران دوو پخوانيو جمهور رئيسانو محمد خاتمي او علي اکبر هاشمي له خلکو غوښتي، په ټاکنو کې دې هغه چا ته رايه ورکړي، چې اصلاح غوښتونکي نظرونه ولري.
ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې جمعې په ورځ په ايران کې پارلماني ټاکنې ترسره شي، چې ورته کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د ايران دوو پخوانيو جمهور رئيسانو محمد خاتمي او علي اکبر هاشمي له خلکو غوښتي، په ټاکنو کې دې هغه چا ته رايه ورکړي، چې اصلاح غوښتونکي نظرونه ولري.
پخواني جمهور رئيس محمد خاتمي ويلي، خلکو په ۲۰۱۳ کال کې حسن روحاني ته، چې يو اصلاح غوښتونکى شخص دى رايه ورکړه، نو په پارلماني ټاکنو کې دې هم همداسې کسانو ته رايې ورکړي.
دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تمه کېږي د اصلاح غوښتونکو او محافظه کارو سخت دريځو تر منځ به سخته مقابله وشي.


