ads

ننګرهار كې ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په مهال ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم د پيل شويو عملياتو په لسمه ورځ د هوايي او […]

نویسنده: TKG
4 کب 1394
ننګرهار كې ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په مهال ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم د پيل شويو عملياتو په لسمه ورځ د هوايي او ځمکنيو عملياتو په مهال ۱۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په مهال ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم د پيل شويو عملياتو په لسمه ورځ د هوايي او ځمکنيو عملياتو په مهال ۱۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، په ترسره شويو بريدونو کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللې دي.

سرچينه وايي، د څلورمې پلې لېوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين او د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د عملياتو په لومړۍ کرښه کې د ګډو امنيتي ځواکونو محاربوي احضارات او جګړه ييز چمتووالی له نږدې وکوت.

خبرپاڼه زياتوي، يادو امنيتي مسوولينو ډاډ څرګند کړ، چې ځواکونه يې په درنو وسلو سمبال دي او د ولسونو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري، چې په وينا يې په اسانۍ سره به دښمن مات کړي.

د ننګرهار په اچين او نازيانو ولسواليو کې د شاهين ۱۸ په نوم روانو عملياتو كې د ملي امنيت  پر موظفينو سربېره، ملي، سرحدي، سيمه ييز او د عامه نظم پوليس برخه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA