د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو یو ځانمرګی برید كوونكى هغه وخت د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوی، چې غوښتل یې د طالبانو پر یوه ځايي قوماندان برید وکړي.
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو یو ځانمرګی برید كوونكى هغه وخت د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوی، چې غوښتل یې د طالبانو پر یوه ځايي قوماندان برید وکړي.
چارواکي وایي، چې دغه ځانمرګی برید كوونكى پرون غرمه مهال ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګياڼي کلید وویل، د خوګیاڼو ولسوالۍ (پیره خېلو) سیمه کې د داعش ډلې یو ځانمرګى بريد كوونكى مخکې له دې، چې د طالبانو پر یوه ځايي قوماندان ملا نېک محمد برید وكړي، د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
خوګیاڼي زیاته کړه، چې په یاده پېښه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


