ads

كندوز كې د ګاز ډبې چاودنې ۸ تنه ملكي وګړي ټپیان کړل

په كندوز ښار كې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د وکیل حاجي عبدالرسول مسجد تر څنګ یو ګازي موټر کې د ګاز ډبې چاودنه کړې ده، چې په ترڅ کې یې ۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. په كندوز ښار كې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د وکیل حاجي عبدالرسول مسجد تر څنګ یو […]

نویسنده: TKG
4 کب 1394
كندوز كې د ګاز ډبې چاودنې ۸ تنه ملكي وګړي ټپیان کړل

په كندوز ښار كې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د وکیل حاجي عبدالرسول مسجد تر څنګ یو ګازي موټر کې د ګاز ډبې چاودنه کړې ده، چې په ترڅ کې یې ۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په كندوز ښار كې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د وکیل حاجي عبدالرسول مسجد تر څنګ یو ګازي موټر کې د ګاز ډبې چاودنه کړې ده، چې په ترڅ کې یې ۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد معصوم هاشمي کلید ته وویل، چې په دې چاودنه کې ۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خو د کندوز د حوزوي روغتون امر محمد نعیم منګل وایي،  تر دمه دې روغتون ۸ تنه ملکي وګړي په ټپي حالت كې وروړل شوي، چې د ۲ تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې په ګازي موټر کې د چاودنې له كبله ملکي وګړي ټپیان کېږي، بلکې تر دې مخكې هم ورته چاودنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA