ads

كابل كې د سولې په تړاو څلورمه څلور اړخيزه غونډه پيل شوه

په كابل كې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د سولې په تړاو څلورمه څلور اړخيزه غونډه پيل شوه. د غونډې پرانيستونكې وينا کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وويل، چې د سولې په برخه کې د متحدينو له هڅو مننه کوي او په خبره يې په دې سره به د کابل او […]

نویسنده: TKG
4 کب 1394
كابل كې د سولې په تړاو څلورمه څلور اړخيزه غونډه پيل شوه

په كابل كې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د سولې په تړاو څلورمه څلور اړخيزه غونډه پيل شوه. د غونډې پرانيستونكې وينا کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وويل، چې د سولې په برخه کې د متحدينو له هڅو مننه کوي او په خبره يې په دې سره به د کابل او اسلام اباد اړيکې لا پياوړې شي.

په كابل كې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د سولې په تړاو څلورمه څلور اړخيزه غونډه پيل شوه.

د غونډې پرانيستونكې وينا کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وويل، چې د سولې په برخه کې د متحدينو له هڅو مننه کوي او په خبره يې په دې سره به د کابل او اسلام اباد اړيکې لا پياوړې شي.

هغه زياته كړه، چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې د فبروري مياشتې تر پاى وړاندې يوې نتيجې ته رسوي.

د بهرنيو چارو وزير له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې له دې قېمتي وخت څخه دې ګټه پورته کړي او د سولې له بهير سره دې يو ځاى شي.

صلاح الدين رباني يو ځل بيا وويل، چې ترهګري نه يوازې افغانستان، بلکې پاکستان او ټولې نړۍ ته يو ګواښ بلل کېږي.

د بهرنيو چارو وزير تر لنډو خبرو وروسته غونډه سري اعلان شوه.

په دې ناسته کې د امريکا، افغانستان، چين او پاکستان استازي له طالبانو سره د سولې خبرو د لارې د نقشې پر جوړولو بحث کوي.

په دې غونډه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د نېټې ټاکل هم شامل دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA