ads

فارياب کې د پوهنې وزارت تښتول شوي کار کوونکي خوشې شول

د پوهنې وزارت هغه څلور کار کوونکي، چې وسله والو طالبانو په تېرې مرغومي مياشت كې د فارياب له ګورزاد نومې سيمې څخه تښتولي وو، تېر ماښام خوشې شول. د پوهنې وزارت هغه څلور کار کوونکي، چې وسله والو طالبانو په تېرې مرغومي مياشت كې د فارياب له ګورزاد نومې سيمې څخه تښتولي وو، تېر […]

نویسنده: TKG
4 کب 1394
فارياب کې د پوهنې وزارت تښتول شوي کار کوونکي خوشې شول

د پوهنې وزارت هغه څلور کار کوونکي، چې وسله والو طالبانو په تېرې مرغومي مياشت كې د فارياب له ګورزاد نومې سيمې څخه تښتولي وو، تېر ماښام خوشې شول.

د پوهنې وزارت هغه څلور کار کوونکي، چې وسله والو طالبانو په تېرې مرغومي مياشت كې د فارياب له ګورزاد نومې سيمې څخه تښتولي وو، تېر ماښام خوشې شول.

دغه ښوونکي فارياب ته د ښوونځيو د ارزونې او د پوهنې بهير د کيفيت څېړلو په هدف د پوهنې وزارت د يوه پلاوي په ترکيب کې استول شوي وو.

د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار کليد ته وويل، چې ياد ښوونكي د ولايت مقام ، سپين ږيرو او د پوهنې رياست په منځګړيتوب او هڅو تېر ماښام بې له کومې معاملې د طالبانو له منګولو ازاد شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم طالبانو په لړم مياشت كې د فارياب ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ له اړوندې سيمې د روغتيا رياست شپږ کار کوونکي تښتولي وو، چې څو ورځې وروسته يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته خوشې كړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA