د كندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګمرک درې تنه کار کوونکي د فساد په تور نیول شوي دي. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د سپین بولدک د ګمرک مدیر او دوه نور مامورین په دې خاطر نیول شوي، چې شاوخوا ۱۵ موټرونو ته يې له ګمرکي محصول پرته د تېرېدو اجازه ورکړې وه.
د كندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګمرک درې تنه کار کوونکي د فساد په تور نیول شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د سپین بولدک د ګمرک مدیر او دوه نور مامورین په دې خاطر نیول شوي، چې شاوخوا ۱۵ موټرونو ته يې له ګمرکي محصول پرته د تېرېدو اجازه ورکړې وه.
د خپلواک په وینا، د تېرې یکشنبې په ورځ د کندهار والي لخوا یو پلاوى د سپین بولدک ولسوالۍ ګمرک ته د فساد د ادعاوو د څېړلو لپاره استول شوی و.
نوموړى وايي، د پلاوي تر څېړنې وروسته معلومه شوه، چې یو شمېر باروړونكو موټرونو ته له ګمرکي محصول پرته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.
د هغه په خبره، د ملي امنیت ځواکونو او د ورغلي پلاوي لخوا له موضوع سره په تړاو د ګمرک مدیر او دوه نور مامورین نیول شوي دي.
د کندهار د والي ویاند وايي، چې ممکن دغه کسان په دولتي چوکاټ كې له ځينو چارواكو سره تړلي وي.
خو خپلواک ونه ویل، چې دغه چارواكي څوک دي.
په عین وخت کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې نیول شوي کسان د کندهار په امنيه قوماندان پورې تړلي دي او پر دغه مسئله د کندهار د والي او امنيه قوماندان ترمنځ اختلافات رامنځ ته شوي، خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک دغه ادعا رد کړه.
د کندهار امنيه قومانداني هم د والي او امنيه قوماندان ترمنځ د اختلافاتو مسئله ردوي او وايي، چې پولیسو په سپین بولدک ولسوالۍ کې په فساد د تورنو کسانو د نیول کېدو لپاره مرسته کړې.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني وویل، د دغو کسانو تر نیول کېدو وروسته شپږ موټره وسله وال، چې ګمرک ته د پولیسو له اجازې پرته داخلېدل، نیول شوي دي.
د دراني په وینا، دوی تحقیقات کوي، چې دغه کسان په چا پورې تړلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


