ads

د لشکر جنګوي ډلې مهم قوماندان رضوان اصف يو ځل بيا نيول شوى

د پاکستان د پنجاب ايالت د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې محکمې د لشکر جنګوي ډلې مهم قوماندان رضوان اصف نيولى دى. چارواکو ويلي، رضوان اصف په کراچۍ او اسلام اباد کې په ترهګريزو کړنو کې په لاس لرلو تورن دى، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي. د پاکستان د پنجاب ايالت د […]

نویسنده: TKG
4 کب 1394
د لشکر جنګوي ډلې مهم قوماندان رضوان اصف يو ځل بيا نيول شوى

د پاکستان د پنجاب ايالت د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې محکمې د لشکر جنګوي ډلې مهم قوماندان رضوان اصف نيولى دى. چارواکو ويلي، رضوان اصف په کراچۍ او اسلام اباد کې په ترهګريزو کړنو کې په لاس لرلو تورن دى، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي. د پاکستان د پنجاب ايالت د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې محکمې د لشکر جنګوي ډلې مهم قوماندان رضوان اصف نيولى دى.
چارواکو ويلي، رضوان اصف په کراچۍ او اسلام اباد کې په ترهګريزو کړنو کې په لاس لرلو تورن دى، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د لشکر جنګوي دغه قوماندان کوټې ته پر لار د ډېره اسمعيل خان سيمه کې نيول شوى دى.
پاکستانۍ محکمې څه موده وړاندې نوموړى له زندانه په ضمانت خوشې کړى و.
که څه هم لشکر جنګوي ډله په پاکستان کې په ښکاره ډول فعاليت نشي کولى، خو د يو شمېر هېوادونو لخوا پاکستان په دې تورن شوى، چې په پټه د يو شمېر وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA